د طالبانو او پاکستاني ځواکونو شخړه؛ تورخم لار لا هم د تګ-راتګ پر مخ تړلې

انځور: استول شوی

اطلاعات روز: ځایي سرچینې وایې چې پرون (دوشنبه، ۲۲ د زمري) د طالبانو او پاکستانیانو تر منځ د نښتې له کبله په ننګرهار کې د تورخم دروازه له تېرې ورځې راهیسې د هر ډول تګ-راتګ په وړاندې تړلې ده.

سرچینې زیاته کړې چې اوسمهال جګړه دریدلې او دغه راز په تورخم کې ځایي طالب چارواکو هم له عامو خلکو او دوکاندارانو غوښتي چې خپلې هټۍ او کاروبارونه په عادي ډول پیل کړي خو د سرچینې په خبره لا هم په تورخم کې حالت اضطراري دی او خلکو د بیا ځلې جګړې له ویرې خپلې هټۍ، هوټلونه او نور کاروبارونه تړلي دي.

په سیمه کې یوې بلې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته ویلي چې له پاکستاني لوري سره طالبانو د لارې د خلاصیدو په اړه خبرې پیل کړي او ښايي لاره ژر د مسافرو او سوداګریزو موټرو پر مخ خلاصه شي.

بلخوا د طالبانو کورنیو چارو وزارت وايي، چې تېره ورځ ناوخته طالب سرحدي ځواکونو د تورخم نښته کې د پاکستاني لوري دوه پوستې له منځه وړې دي.

د یاد وزارت ویاند عبدالمتین قانع د دې نښتې په اړه ویلي، د تورخم په «غورکي» سیمه کې د «فرضي کرښې» په استقامت پاکستاني ځواکونو پر طالب سرحدي ځواکونو ډزې کړې وې او طالب ځواکونه متقابلو ډزو ته اړ شول.

نوموړی زیاتوي په دې جګړه کې پاکستاني لوري د ملکي خلکو کورونه هدف ګرځولي چې یوه مېرمن او دوه تنه ماشومان پکې وژل شوي دي. هغه دغه راز پاکستاني لور ته هم د درنې مرګ ژوبلې ادعا کړې ده.

تورخم لاره د افغانستان او پاکستان یوه له مهمو ټرانزیټي لارو ګڼل کیږي چې ډیر کله د طالبانو او پاکستانیانو ترمنځ د سیاسي ناندریو له کبله تړل کیږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه