د بشر حقونو څار: د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ښځې او نجونې د خپل ژوند په بدترینو شرایطو کې ژوند کوي

Photo: Zan Times / Maryam Alimi

اطلاعات روز: د افغانستان په چارو کې د بشر حقونو څار بنسټ څېړونکې فرشتې عباسي ويلي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان ښځې او نجونې د خپل ژوند په تر ټولو بدو شرایطو کې ژوند کوي.

د بشر حقونو څار نن (دوشنبه، ۲۲ د زمري) پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ د درېيمې کلیزې په مناسبت په اعلامیه کې ويلي چې دې ډلې په نړۍ کې د ښځو د حقونو تر ټولو بد کړکېچ را پيدا کړی دی.

دې بنسټ ويلی چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان یوازینی هیواد دی چې هلته تر شپږم ټولګي لوړې نجونې له زده کړو منع دي.

همدا راز طالبانو له ښځو د ازاد تګ-راتګ حق اخیستی دی او روغتیايي پاملرنو، ورزش او تفريحي پارکونو ته د لاسرسي او همدا راز له جنسي ځورونې د ځان ژغورنې په برخه کې يې هغوی ته خنډونه جوړ کړي دي.

د بشر حقونو د څار په اعلامیه کې د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپورچي ریچارډ بینټ څرګندونو ته اشاره شوې چې نوموړي د نجونو او ښځو محرومیت «د تبعیض او بېلتون بنسټيز شوی سیسټم او انساني کرامت ته سپکاوی» بللی دی.

د افغانستان په چارو کې د بشر حقونو د څار څېړونکې فرشتې عباسي ويلي: «د طالبانو د ناوړه ګټې اخیستنې تر واکمنۍ لاندې افغان ښځې او نجونې د خپل ژوند په تر ټولو بدو شرایطو کې ژوند کوي.»

دې ټينګار کړی چې ټول دولتونه باید د طالبانو له رهبرۍ او هغو کسانو د پوښتنې-ګرویږنې کولو ملاتړ وکړي چې په افغانستان کې د جدي جنایاتو مسوول دي.

د بشر حقونو څار ويلي چې طالبانو د ښځو او نجونو د حقونو له محدودیت سره-سره د بیان ازادي او رسنۍ سختې محدودې کړې او معترضین، منتقدین او خبریالان يې نيولي او شکنجه کړي دي.

دې بنسټ په افغانستان کې بشري کړکېچ ته هم نغوته کړې او ويلي يې دې چې د پرمختيايي مرستو بندېدو په افغانستان کې د انساني کړکېچ له را منځ ته کېدو سره مرسته کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو همغږي کوونکي دفتر (اوچا) ويلي چې د افغانستان تر نیمايي ډېر وګړي د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي او ښځې او نجونې هغه کسان دي چې له دې کړکېچ څخه سختې کړېږي. په عین مهال کې د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو د غبرګون برنامه د ۲۰۲۴ کال لپاره د بودجې له کمښت سره مخ ده.

د بشر حقونو څار ويلي چې د بهرنیو مرستو له لاسه وتلو د افغانستان د روغتيايي پاملرنو سیسټم سخت ځپلی او د روغتيايي پاملرنو د کمښت له وجې را پیداکېدونکې خوارځواکي او ناروغۍ ورسره زياتې شوې دي.

دې بنسټ زیاته کړې چې د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو د بندیز له وجې به په راتلونکې کې ښځینه صحي کارمندانې کمې شي.  

د بشر حقونو څار ټینګار کړی چې مرستندوی هیوادونه باید پر ښځو او نجونو د طالبانو د واکمنو ځپونکو سیاستونو له پیاوړتیا پرته د انساني کړکېچ د کموالي لپاره نورې لارې ومومي.

فرشتې عباسي ويلي: «د طالبانو درېيمه کلیزه په افغانستان کې د بشري کړکېچ تریخ یاد دی، خو باید د اقدام لپاره یوه بلنه هم وي.»

دې ټینګار کړی چې کوم دولتونه له طالبانو سره ښکېل دي، باید په پرلپسې توګه دې ډلې ته ور یاده کړي چې پر ښځو او نجونو او ټولو افغانانو د هغوی تېري نړیوالو قوانینو ته د افغانستان ژمنتیاوې نقضوي.

عباسي ټينګار کړی چې تمویلوونکي باید د افغانستان انساني کړکېچ ته د رسيدګۍ لپاره دوامدارې حللارې پیدا او له اړمنو سره مرسته وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه