په تهران کې افغان پناه غوښتونکي: له طالبانو سره تعامل د ملګرو ملتونو د منشور تر پښو لاندې کول دي

Photo: sent to Etilaatroz

اطلاعات روز: په تهران کې يو شمېر افغان پناه غوښتونکي د طالبانو د واکمنۍ د درېيم کال په درشل کې وايي چې له دې ډلې سره تعامل د ملګرو ملتونو د منشور، نړیوالو کنوانسیونو او بشري حقونو تر «پښو لاندې کول» دي.

دوی نن (یکشنبه، ۲۱ د زمري) د يوې اعلامیې په خپرولو سره د ملګرو ملتونو له چارواکو او د نړۍ له هیوادونو غوښتي چې له طالبانو سره د تعامل مخنیوی وکړي.

د دې پناه غوښتونکو په اعلامیه کې ويل شوي چې د افغانستان وګړي د طالبانو د «نامشروعې» او «مستبدې» ډلې له واکمنۍ څخه ستړي دي او نور ظلم، ځپنه، له زده کړو د نجونو محرومیت او له سياسي جوړښت څخه د ښځو حذفول د زغم وړ نه دي.

دې پناه غوښتونکو ويلي چې د افغانستان وګړي د ملګرو ملتونو تر څار لاندې د ټولشموله حکومت د جوړېدو ملاتړ کوي او له دې پرته د هیواد د اوسني کړکېچ بل حل نه ويني.

پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ د درېيم کال د پوره کېدو په درشل کې د معترضو ښځو او مدني فعالانو بېلابېلي ډلې اعلامیې خپروي او د دې ډلې په تړاو پر نړیوالو سیاستونو نیوکې کوي.

دوی له طالبانو سره د نړیوال تعامل د مخنیوي غوښتنه کوي او وايي چې نړیوال باید د افغانستان د خلګو ملاتړ وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه