طالبان: اووه میلیونه افغانان په بهر کې او درې میلیونه کور دننه کډوال دي

Photo: @MoRRAfg

اطلاعات روز: د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې اووه میلیون افغانان په بهر کې کډوال دي او درې میلیون وګړي نور په کور دننه بې ځایه دي.

د طالبانو د کډوالو د وزارت مسلکي معین عبدالرحمان راشد نن (یکشنبه، ۲۱ د زمري) دا شميرې په کابل کې د یوه خبري کانفرانس پر مهال اعلان کړې دي، خو په دې اړه یې زیات جزییات نه دې ورکړي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان اعلان کړی و چې له ۲۰۲۰ کال څخه تر اوسه شاوخوا اتو میلیون افغانانو هیواد پرېيښی دی.

پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته په سلګونو زره خلګ له هیواده وتلي او اروپايي هیوادونو، امریکا، کاناډا، ایران او پاکستان ته يې پناه وړې ده.

تر ډېره حده له هیواده د پخواني دولت، د مدني او بشري حقونو د بنسټونو کارکوونکي، خبریالان او د ښځو د حقونو فعالان وتلي دي. د طالبانو د کډوالو وزارت مسوولینو په ننني خبري کانفرانس کې همدا راز اعلان وکړ چې د وروستي يوه کال پر مهال له ایران، پاکستان او نورو هیوادونو څخه یو میلیون او ۷۷۹ زره او ۶۰۳ تنه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د وروستي يوه کال پر مهال له ایران او پاکستان څخه د بې اسناد افغان کډوالو د ستنولو بهیر په چټکۍ روان و.

ایراني چارواکو د تېر لمریز کال په وروستيو کې اعلان کړی و چې ۵۲۰ زره افغانان يې شړلي دي.

د نړیوالو سازمانونو له شمېرو سره سم، د ۲۰۲۳ کال تر وروستيو پورې له پاکستانه هم تر ۵۰۰ زره زیات وګړي ایستل شوي دي.

د طالبانو د کډوالو د وزارت مسوولین وايي چې د وروستي کال پر مهال هغه پنځه زره او ۷۶۶ تنه افغانان خوشي شوي چې په پاکستان او ترکیه کې بندیان وو.

دوی همدا راز ويلي چې په همدې موده کې له ایران څخه هغه څلور زره افغانان هم افغانستان ته انتقال شوي دي چې د بېلابېلو جرمونو په تور هلته بندیان وو.

ایران د وروستي یوه کال پر مهال بیا – بیا اعلان کړی دی چې افغان زندانیان يې طالبانو ته سپارلي، تر څو د بند پاتې موده په افغانستان کې تېره کړي.

دا هیواد وايي چې افغانستان ته د زندانیانو انتقال د هغې هوکړې له مخې کېږي چې د ۱۳۸۵ کال پر مهال د دواړو هیوادونو د عدلیې وزارتونو تر منځ شوې وه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه