ننګرهار او هلمند کې دوه ماشومان د اوبو څاه ته لویدلي او مړه شوي دي

اطلاعات روز: ننګرهار او هلمند کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې په دې ولایتونو کې په دوو جلا پیښو کې یوه کوچنۍ نجلۍ او یو ماشوم هلک د اوبو څاه ته لویدلي او مړه شوي دي.

ننګرهار کې یوې سیمه ییزې سرچینې وویل، چې تېره ورځ (شنبه، ۲۰ د زمري) د دغه لایت په غني خیلو ولسوالۍ کې یوه اووه کلنه ماشومه یوې څاه ته لویدلې او مړه شوې ده.

د سیمې یو اوسیدونکی امرالله وایي، یاده اووه کلنه ماشومه د لوبو پر مهال یوې سرلوڅې څاه ته لویدلې او له څو ساعتونو وروسته یې جسد ځایي خلکو له څاه راویستلی دی.

په همدې حال کې هلمند کې ځایي سرچینې وایي، چې د دې ولایت د نوزاد ولسوالۍ په «بر نوزاد» کلي کې نن یو ۱۴ کلن هلک څاه ته د لویدو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.

د پیښې عیني شاهد عبیدالله وايي، یاد ماشوم سمیع الله نومیده چې ۸۰ متره برمې لویدلی و او دوی یې نن سهار له څاه څخه جسد را ایستلی دی.

په دې وروستیو کې له سویلي ولایتونو ترڅنګ په ننګرهار کې هم دا ډول پېښې په بېساري توګه زیاتې شوي چې ستر لاملونه یې د وچکالۍ له امله د ژورو څاګانو د سرونو نه‌ پوښول یاد شوي دي.

طالب چارواکو هم خلکو ته خبرداری ورکړی چې سرلوڅې څاګانې باید پټې کړي، خو دغه خبرداري ته چا پام نه دی کړی او نه هم طالبانو په دې اړه عملي ګام پورته کړی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه