موسوي: په ایران کې مهاجر ځورونه د «بهرنیانو پروژه» ده

Photo: IRNA

اطلاعات روز: په ایران کې د پولیسو له لوري له یوه افغان کډوال ځوان سره د شکنجې د ویډیو او له کډوالو سره د بد چلند په تړاو د ګڼو راپورونو تر خپرېدو وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر سيد رسول موسوي وايي چې په دې هیواد کې کډوال ځورونه د «بهرنیانو پروژه» ده.

ښاغلي موسوي نن (جمعه، ۱۹ د زمري) پر ایکس د يوې ویډیو په خپرولو سره ويلي: «وایم چې په ایران کې هیڅ چارواکی او بنسټ مهاجر ځورونه نه مني او دا د اسلامي ورورلۍ له سنت او د مېلمه پالنې له دود سره مخالفه ګڼي او مهاجر ځورونه د بهرنیانو پروژه ده.»

ده زیاته کړې: «خو لکه څرنګه چې ايراني وګړي د ایران د قوانينو په منلو مکلف دي، بهرني وګړي هم باید د ایران قوانین او مقررات ومني.»

په وروستیو ورځو کې پر ټولنیزو رسنیو یوه ویډیو خپره شوې او په هغه کې ليدل کېږي چې یوه ایراني پولیس د سيد مهدي موسوي په نوم د یوه افغان ځوان کډوال پر غاړه زنګون ایښی او د هغه د مور له غوښتنې سره-سره یې نه پرېږدي.

د سيد مهدي یوه پېژندوی اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي چې د دوشنبې (۱۵ د زمري) په ورځ ایران مامورین هغه وخت له مهدي سره مخ شول چې افغان کډوال یې راټولول او غوښتل یې دی هم ونيسي، خو دې ځوان مقاومت وکړ او له کبله يې پولیسو وواهه.

ده زیاته کړې چې سید مهدي د اورېدلو ستونزه لري او ایراني پولیسو نوموړی په داسې حال کې نیوه چې د سرشميرنې پاڼه هم لري. ایراني پولیسو وړاندې هغه کډوال نه ایستل چې دا پاڼه به یې درلوده.

تر دې وړاندې هم د تهران د ۱۵ سیمې په شمول د ایران په بېلابېلو برخو کې له افغان کډوالو سره د بد چلند په اړه راپورونه خپاره شوي وو او پر ټولنیزو رسنیو د ایراني کاروونکو له لوري د افغان کډوالو پر خلاف د «مهاجر ځورونې» کمپاین پیل شوی و.

د ایراني پولیسو له لوري د سید مهدي موسوي د شکنجې د ویډیو تر خپرېدو وروسته افغان وګړو پراخ غبرګون ښوولی او هغوی «له غاړې مې پښه لیرې کړه» تر عنوان/هشټاګ لاندې پر ټولنیزو رسنیو د کډوالو په اړه د ایراني دولت پر سیاستونو نیوکه کړې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه