د امریکا د وکیلانو ټولنه: دولتونه دې په افغانستان کې د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژني او د هغې مخنیوی دې وکړي

Photo: Jafar Rahimi

اطلاعات روز: د امریکا د وکیلانو ټولنې د دې هیواد کانګرس ته په یوه راپور کې ويلي، چې ټول دولتونه دې په افغانستان کې د هزاره ګانو او نورو تعقیبېدونکو لږکیو نسل وژنه په رسمیت وپېژني او د هغې مخنیوی دې وکړي.

دې ټولنې په خپل راپور کې ويلي، چې هزاره وګړي د نولسمې پېړۍ له وروستیو راهیسې د افغانستان د بېلابېلو واکمنو له لوري د تاوتریخوالي او نه بیانېدونکي ډله ییزې وژنې قرباني دي.

د امریکا د وکیلانو ټولنې په خپل راپور کې زیاته کړې، چې ټول دولتونه دې په افغانستان کې د هزاره ګانو او نورو تر تعقیب لاندې لږکیو پر خلاف د نسل وژنې اقدامات په رسمیت وپېژني او مخنیوی دې يې وکړي.

همدا راز دې ټولنې د عدالت د ترویج او په افغانستان کې د نسل وژنې له مجازات څخه د معافیت د ختمولو لپاره د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت د نړیوال جنايي عدالت د دفتر د اقدام غوښتنه کړې.

د امریکا د وکیلانو ټولنې د دې هیواد له کانګرس غوښتي چې په افغانستان کې د جمعي جنایاتو د مخنيوي په موخه دې د ملي، سیمه‌ییزو او نړیوالو چوکاټونو د تقویې او د هزاره ګانو په څېر د خطر سره مخ ډلو د خونديتوب لپاره اقدام وکړي.

د امریکا د وکیلانو ټولنې پېښو ته یوه لنډه کتنه کړې او د دې ټولنې په وینا، دې حالاتو د هزاره وګړو د بشري حقونو وضعیت بدتر کړی او له نسل وژنې سره مساوي دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه