ننګرهار کې په دوو جلا پېښو کې دوه تنه وژل شوي

انځور: استول شوی

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې په دوو جلا پیښو کې یوه ښځه او یو ځوان وژل شوي او یو کس ټپي دی.

یوې امنیتي سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط وویل، چې تېره ورځ (سې شنبه، ۱۶د زمري) له غرمې وروسته د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند «بیز اکمالاتي» سیمه کې موټر سایکل سپرو وسله والو،  په یوې ریکشې ډزې کړي چې پر مهال یوه ښځه وژل شوې او ریکشه چلوونکی ټپي شوی دی. 

د سرچینې د معلوماتو له مخې پېښه هغه مهال شوې چې دا ښځه په یوې ریکشه کې د جلال‌اباد ښار پر لور روانه وه چې د نامعلومو موټر سایکل سپرو وسله والو تر برید لاندې راغلې.

د سرچینې په خبره بریدګر له سیمې په تېښته بریالي شوي دي.

بلخوا د ننګرهار د کوز کونړ یا ښېوې ولسوالۍ کې ځایي خلکو د یو ځوان جسد موندلی دی.

د سیمې اوسیدونکی شیرمحمد وایي، چې دغه کس له تېرو دوو ورځو راهیسې له کوره نادرکه شوی و، چې ځایي خلکو یې جسد نن (چهارشنبه، ۱۷د زمري) سهار وختي د خېوې ولسوالۍ اړوند « شګې» سیمه کې موندلی دی.

هغه زیاتوي چې د وژل شوي ځوان پر بدن له ټپونو څرګندیدل چې هغه لومړی په «چاقوګانو» وهل شوی او بیا یې جسد د جوارو په یوه کرونده کې غورځول شوی و.

تر اوسه د یادو پېښو مسوولیت چا نه دی منلی او نه هم په رسمي ډول طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه ویلي دي.

په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې دا ډول هدفي وژنې او نورې جنایي پېښې زیاتې شوي چې عام خلک یې اندیښمن کړي او د مخنیوي په برخه کې یې له طالبانو د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه