رینا امیري: د بشري حقونو د وضعيت له ښه کېدو پرته له طالبانو سره د اړیکو عادي کېدل ممکن نه دي

Photo: captured from a video on @AmuTelevision

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ويلي، چې په دې هیواد کې د ښځو او بشري حقونو د وضعیت له ښه کېدو پرته له طالبانو سره د اړيکو عادي کېدو شونتیا نشته ده.

نوموړې دا څرګندونې تېره شپه (سې‌شنبه، ۹ د زمري) د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه د امریکا د کانګرس د بشري حقونو د کمیسیون په غونډه کې کړې دي.

په دې غونډه کې د افغانستان دوې ښځینه فعالانې هم حاضرې وې او خبرې يې کړې دي.

د طالبانو پر خلاف یوې معترضې ښځې وحیدې اميرې په کانګرس کې د خپلو خبرو پر مهال ویلي، چې د نړیوالو اسنادو له مخې «د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه ښځو پر وړاندې د طالبانو جنایتونه باید د بشریت پر خلاف د جنایت په توګه وپېژندل شي».

دې د امریکا د کانګرس له غړو غوښتي چې په افغانستان کې واکمن جنسيتي اپارتایډ دې د بشریت پر خلاف د جنایت او طالبان دې د جنسيتي اپارتایډ نظام په توګه په رسمیت وپېژني.

اميري ټينګار کړی چې امریکا باید طالبان په رسميت ونه پېژني او دا د افغانستان د خلکو، ماشومانو او ښځو غوښتنه ده.

دې د امریکا له کانګرس غوښتي چې د طالبانو د غندنې او د دې ډلې په تړاو د امریکا د بهرني سیاست د بدلون هڅه دې وکړي.

میترا مهران هم په دې غونډه کې وويل، چې امریکا او نړیواله ټولنه دې په معناداره او جدي توګه د ښځو غږ واوري.

دې هم ټینګار کړی چې جنسيتي اپارتاید د بشريت پر خلاف د جنایت په توګه وپېژندل شي.

په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په دې غونډه کې ویلي، چې تر څو طالبان پر خپلو نړیوالو ژمنو عمل ونه کړي، له دې ډلې سره به اړيکې عادي نه شي.

امیري د ترهګرو په پټنځای د افغانستان نه بدلېدل، له افغانستانه د امریکا د پخوانیو متحدینو او افرادو وتلو ته اجازه ورکول، له خنډ پرته بشرپالې مرستې رسول او د طالبانو له زندان څخه د امریکايي وګړو ازادېدل د واشنګټن لومړیتوبونه ياد کړي دي.

امیري همدا راز ویلي، چې بشري حقونه او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه د امریکا د سياستونو محوري ټکي دي.

دې زیاته کړې چې امریکا په ځلونو طالبانو، خپلو متحدینو او نړیوالې ټولنې ته ويلي، چې تر کومه وخته طالبان په پام وړ توګه د ښځو د حقونو وضعیت او په ټوله کې د بشري حقونو حالت ښه نه کړي، تر هغو به له دې ډلې سره د اړیکو د عادي کېدو پر لور هیڅ ګام وانخیستل شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه