«شرمناکه» لیدنه؛ د طالبانو د عامې روغتیا له وزیر سره د روغتیا نړیوال سازمان د سرمنشي پر لیدنې نیوکې

@DrTedros on X

اطلاعات روز: د روغتیا نړیوال سازمان عمومي منشي ټدروس ادهانوم قبریسوس د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا له سرپرست وزیر نورجلال جلالي سره کتلي دي.

تدروس ادهانوم قبریسوس ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، چې په دې ناسته کې په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو او نورو ناروغیو ته د ځواب ویلو لپاره د کار د زیاتوالي په اړه خبرې شوې دي.

هغه ویلي، د روغتیا نړیوال سازمان به د افغانستان له ټولو خلکو په ځانګړې توګه له ښځو او ماشومانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي، څو د دوی روغتیايي اړتیاوې پوره شي.

د روغتیا د نړیوال سازمان سرمنشي لیکلي: «موږ د افغان میرمنو زده کړو او کاري فرصتونو ته د لاسرسي پر حیاتي اهمیت او ډاډ ترلاسه کولو خبرې وکړې.  ما ټینګار وکړ چې دا فرصتونه د ښځو په ځواکمنولو او په افغانستان کې د ټولنیز اقتصادي پراختیا په وده کې د پام وړ اغیزه کولی شي.»

«شرمناکه» لیدنه

د روغتیا د نړیوال سازمان د سرمنشي پر سفر نیوکې شوي او منتقدینو دغه لیدنه «شرمونکې» بللې ده.

د ایکس خواله رسنۍ کارونکي شعیب رحیم تدروس ادهانوم قبریسوس ته لیکلي: «ایا تاسو له هغه وپوښتل چې ولې یې په تېرو دوو لسیزو کې د پولیو [واکسین] کارمندان په ټول افغانستان کې ووژل او د هغې د خپریدو لامل شول؟ د شرم وړ!»

په جینوا کې د افغانستان استازي، نصیر احمد اندیشه، ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، چې د ډاکټر ټدروس لپاره دا یو څه کیدای شي، چې د بشردوستانه اهدافو لپاره د ناقانونه او د ملګرو ملتونو له خوا له منع شوي طالبانو سره لیدنه وکړي، خو په ویاړ سره له دې ډلې سره عکس اخیستل د ملیونونو هغو انسانانو سپکاوی دی چې په افغانستان کې ظالمانه واکمنۍ او جنسیتي اپارتاید لاندې ژوند تیروي.

د کانونو او پټرولیم پخوانۍ وزیرې نرګس نهان هم ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي چې د افغانستان خلکو ته د خدمت لپاره له طالبانو سره خبرې د پوهېدو او ستاینې وړ دي؛ خو هغه نه پوهیږي چې ولې نړیوال لوبغاړي په ویاړ سره له طالبانو سره عکسونه اخلي او په ټولنیزو رسنیو کې یې خپروي.

اغلې نهان لیکلي: «د بشردوستانه مرستو اصل د بشري کړاوونو حل کول دي، نه د ځپونکو هڅول.»

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه