احمد مسعود: طالبان، القاعده او داعش له ايډيولوژيک اړخه د يوې سکې دوه مخه دي

Photo: Shawn Ryan Show

اطلاعات روز: د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» مشر احمد مسعود وايي چې طالبان، القاعده او داعش له ايډيولوژيک اړخه د «يوې سکې دوخه مخه» دي.

ښاغلي مسعود له يوه امريکايي ژورنالیست «شان رایان» سره د سې‌شنبې په ورځ (۲۶ د چنګاښ) په يوه مرکه کې چې پر يوټيوب خپره شوې، ويلي چې اوس مهال په افغانستان کې تر ۲۱ زياتې نړیوالې او سیمه‌ییزې ترهګرې ډلې فعالې دي.

ده په دې لړ کې د القاعدې، جيش العدل، تحریک طالبان پاکستان، انصار الله، تحریک اسلامي ازبیکستان او ایغوریانو نوم اخيستی دی.

احمد مسعود د دې پوښتنې په ځواب کې چې افغانستان ولې د ترهګرو اصلي روزنځای دی، ويلي: «ځکه چې دا هيواد مشروع حکومت نه لري او اوس چې په کابل کې کوم رژيم دی هغه له ټولو ترهګرو ډلو سره ورته ايډيولوژي لري.»

ښاغلي مسعود د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا د داعش، القاعدې او طالبانو تر منځ توپير شته، ويلي: «توپير دادی چې داعش لا هم نوي دي او هغوی د القاعدې او طالبانو په څېر تجربه نه لري، له همدې وجې نشي کولای د القاعدې او طالبانو په څېر خپلې ارادې پټې کړي.»

ده زياته کړې چې القاعدې او طالبانو په افغانستان کې د خپل حضور له لومړۍ دورې زده کړه کړې چې که خپل تړاو وښيي، نو په وړاندې به يې کورنی او بهرنی مقاومت وشي او پر همدې بنسټ دوی وايي چې له نورو هيوادونو سره کار نه لري او يوازې پر افغانستان او د افغانستان پر خلګو خپله ايډيولوژي پلې کوي.

ښاغلي مسعود زياته کړېک «داعش لا هم ځوان دي او خپلې موخې او ارادې بيانوي، خو بيا هم دوی له ايډيولوژيک اړخه د يوې سکې دوه مخه دي.»

ده زیاته کړې چې طالبانو او القاعدې په خپلې درې کلنې تجربې سره دا مهارت زده کړی چې خپلې اصلي موخې او مقاصد پټ کړي او د راتلونکې لپاره اوږدمهالې او ستراتيژيکې برنامې ولري.

احمد مسعود په دې مرکه کې ويلي چې د افغانستان لپاره د طالبانو موخې پر دې هيواد بشپړ کنټرول، د افغانستان پر خلګو داسې يو تحمیل چې ورته ووايي له دوی پرته بل انتخاب نه لري، په دې هيواد کې د افراطي او بنسټپالې ديکتاتورۍ را منځ ته کول، د فرعي ترهګرو ډلو جوړول او تر بېلابېلو بيرغونو لاندې يې صادرول دي.

ده ويلي چې له القاعدې، تحریک طالبان پاکستان، انصار الله تاجیکستان او د القاعدې په څېر نورو ترهګرو ډلو سره د ترهګرۍ څرګندې بيلګې شته دي.

ښاغلي مسعود ويلي، دوی چې کوم کار کوي هغه دادی چې يو غواړي يو قلمرو ولري او په هغه کې ځواک استخدام کړي، زده کړه ورته ورکړي او بيا يې صادر کړي.

ده زياته کړې چې پر افغانستان د طالبانو بيا ځلې واکمني او له دې ډلې سره د امريکا په شمول د هيوادونو تعامل نورو ترهګرو ډلو ته هم انګیزه ورکوي چې د وژنې، ترور او ځانمرګو بریدونو له لارې خپلو موخو ته رسېدلای شي.

د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» مشر پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته له افغانستان سره د امریکا مرستو ته اشاره کړې او ويلي يې دې چې دا مرستې او پيسې چې طالبان يې له ماليې او نورو لارو تر لاسه کوي، د ديني مدرسو د جوړولو او دې ډلې د پياوړي کېدو لپاره مصرفېږي.

ښاغلي مسعود وويل چې امريکايي چارواکي وايي چې دا مرستې د موسسو له لوري کېږي نه د طالبانو، خو د طالبانو له بيا واکمنېدو راهيسې د دې ډلې تر کنټرول لاندې ۹۰۰ موسسې جوړې شوې دي چې له مرستو برخمنې کېږي.

ده د خپلې مرکې په يوه برخه کې همدا راز ويلي چې داسې اوازې شته چې لوېديځ هيوادونه د القاعدې او نورو ترهګرو ډلو په تړاو د معلوماتو په بدل کې د طالبانو د استخباراتو ملاتړ کوي.

تر دې وړاندې د افغانستان د بيا رغونې لپاره د امريکا د څار ادارې (سيګار) هم ويلي و چې طالبان له افغانستان سره د امریکا متحده ایالاتو له بشرپالو مرستو ګټه اخلي.

د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کميټې هم بيا-بيا له افغانستان سره د دې هيواد بشرپالو مرستو ته د طالبانو پر لاسرسي نيوکه کړې او دا يې د نه توجيه وړ بللي.

په دې وروستيو کې د امريکا د کنګرې غړو يوه لایحه وړاندې کړې، تر څو د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان سره مرستې بندې کړي. احمد مسعود دې خبر ته په اشارې هيله ښوولې چې داسې يوه لایحه به تصويب شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه