حکومت ته د حکمتیار د ضرب الاجل پای؛ سباني لاریون کې چا ته د زیان نه رسېدو لپاره دې خلک د کابل څنډو ته ووځي

اطلاعات روز: د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وایي، حکومت ته ورکړی مهلت په پای ته رسېدو دی او دا چې حکومت یې غوښتنې نه دي منلي، سبا (جمعه، ۱۵ د کب) کابل ښار کې د ارګ مخې ته په لوی شمېر خپل لاریون پېلوي.

ښاغلی حکمتیار وایي، دوی څو ورځې وړاندې حکومت ته خپلې غوښتنې واورولې او د پوره کېدو لپاره یې لس ورځې وخت ورکړ، څو پلمې یې ختمې او د دوی غوښتنې ومني، خو په وینا یې چې د دغو غوښتنو نه عملي کېدو له امله به کابل کې په لوی شمېر مظاهرې پیل او تر ښارونو به یې وغځوي.

د ده په وینا: «موږ د جمعې ورځې غونډې پای کې حکومت ته لس ورځې ضرب الاجل ورکړ، د دې لپاره چې هېڅ بهانه ورته پاتې نه شي، په همدې موده کې ارګ مطالبات عملي نه کړل، زموږ تظاهرات به کابل کې مسلسل دوام وکړي او لویو ښارونو ته به هم وغځیږي.»

نوموړي زیاته کړه، که حکومت یې غوښتنې و نه مني، په خپلو لاریونونو سره به یې استعفا ته اړ کړي.

د ده په وینا، یوه غوښتنه یې دا ده چې د حکومت په بندخونو کې د دوی نږدې درې زره بندیان ازاد کړي. د ښاغلي حکمتیار په وینا، د حزب اسلامي او حکومت ترمنځ د شوې معاهدې پر بنسټ باید د دوی ټول بندیان ازاد شي.

نوموړي زیاته کړه: «دغه راز ګڼ شمېر نوي بندیان هم چې د معاهدې لاسلیک وروسته نیول شوي، دا ټول باید فورآ ازاد شي.»

له حکومته د حزب اسلامي د مشر یوه بله غوښتنه دا ده چې د مهاجرینو د راستنېدو او سکونت لپاره دې لازم شرایط برابر شي.

ګلبدین حکمتیار دغه راز کابل مېشتو ته خبرداری ورکړ چې د دې لپاره چې سباني لاریون کې چا ته زیان و نه رسیږي، باید د کابل څنډو ته ووځي.

«سبا به له بېلابېلو ولایتونو زموږ خلک راشي، ښه به دا وي چې د کابل خلکو ته زیان و نه رسیږي خلک دې، د کابل څلور خواوو ته کډه وکړي.»

د حزب اسلامي مشر په وروستیو کې وویلې، د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره یې نورې لارې وازمویلې خو کار یې ور نه کړ، له همدې امله یو نوي نوښت ته اړتیا ده. د هغه په وینا، دا ځل به د سوله ییزو تظاهراتو له لارې خپل حقوقو ترلاسه کولو لپاره غوښتنې وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه