نورستان کې د ښوونکو ظرفیت لوړونې سیمینارونو ته طالبانو خپل کسان معرفي کړي

Photo: Social media

د نورستان په وانټ وایګل ولسوالۍ کې ځايي خلک ادعا کوي، چې په دغې ولسوالۍ کې د یونیسف موسېسې له لوري د ښوونکو ظرفیت لوړونې په موخه چمتو شوي سیمینارونو ته د طالبانو خپلوان او جنګیالي معرفي شوي دي.

د سیمې خلک وايي، په دغو سیمینارونو کې ښوونکو ته مالي امتیازات هم په پام کې نیول شوي، چې له همدې امله د طالبانو ځايي مسوولینو د ښوونکو پرځای خپلو خپلوانو او طالب جنګیالیو ته په کې برخه ورکړې.

د وانټ وایګل ولسوالۍ اوسېدونکي زیاتوي، چې دغه ښوونیز ورکشاپونه د ښوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه جوړیږي، خو اوس د ښوونکو حق طالبان خوري او دا چاره د زده کوونکو پر راتلوونکي ناسم اغېز کولی شي.

د وانټ وایګل ولسوالۍ اوسېدونکی محمد یاسر وايي، شاوخوا دوه میاشتې وړاندې دغې ولسوالۍ ته د ښوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه د یونیسف موسېسې له لوري سمینار منظور شو، چې د طالبانو د ولسوال او پوهنې طالب مدیر له لوري خپلو پلویانو، طالب جنګیالیو او نږدې خپلوانو ته په کې برخه ورکړل شوې وه.

دی وايي، طالبانو په دغه دولس ورځني ورکشاپ کې یوازې هغو کسانو ته یې برخه ورکړې وه، چې طالبانو سره یې نږدې اړیکې او د خپلولۍ رشتې درلودې.

محمد یاسر له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: « د یونیسف موسېسې له خوا زمونږ د ولسوالۍ د استادانو لپاره تعلیمي سمینار منظور شوی و، چې د استادانو علمي سویه به په کې لوړه شي، خو هغه سمینار ولسوال او د معارف مدیر خپل ځانته کړ، یعنې په وایګل کلي کې یې دایر کړ، ټول یې خپل ـ خپلوان، د طالبانو عسکر او هغه کسان چې دوی سره نږدې اړیکې لري دې سمینار کې ورته سهم ورکړل شوی وو، ځکه په دې ولسوالۍ کې د یونیسف موسېسې ټول کار کوونکي د وایګل کلي اوسېدونکي او د طالبانو نږدې خپلوان دي.»

نوموړی وايي، دغه ستونزه یې د نورستان لپاره د یونیسف مرستندویه موسېسې له ولایتي او د طالبانو د پوهنې ریاست له مسوولینو سره شریکه کړې، خو په خبره یې یونیسف په دې تړاو ښکاره ځواب نه دی ورکړي، مګر د طالبانو مسوولینو د دوی شکایت کول د پوهنې ریاست په چارو کې لاسوهنه بللې ده.

یاسر په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «ما په نورستان کې د یونېسف موسېسې مسوولینو سره خبرې وکړې، چې دا مشکل حل کړي، خو هغوی خاص ځواب رانکړ، ځکه له خبرو یې معلومېده، چې له وېرې یې څه نه ویل، ځکه دا وېره شته که د طالبانو په خوښه کار ونه کړي، طالبان به یې بېخي سمینارونه بند کړي، اخر مو دا خبره له معارف رییس سره شریکه کړه هغه راته د مشکل د حلولو ونه ویل؛ بلکې دا یې وویل چې دا زمونږ کارونه دي او په دې کې چاته د مداخلې حق نه ورکوو.»

د نورستان د وانټ وایګل ولسوالۍ یوه ښېرازه سیمه، چې اوسېدونکي یې د مرستندویه موسېسو د ورکشاپونو او بشري مرستو د عادلانه تطبیق غوښتنه کوي. انځور: خواله رسنۍ

د وانټ وایګل ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، په دې ولسوالۍ کې په سمینارونو، مرستو او دولتي بستونو کې د خپلو ـ خپلوانو او طالب جنګیالو ځای پرځای کولو دودیزه بڼه خپله کړې او طالبان په خپلسري ډول خپلو پلویانو او هغوی چې نږدې اړیکې ورسره لري په سمینارونو کې برخه ورکوي.

د یادې ولسوالۍ اوسېدونکی احمد بشیر له نړۍ والو مرستندویه موسېسو غوښتنه کوي، چې د سیمنارونو او مرستو په برخه کې دقیقه سروې او څارنه وکړي، ترڅو د ښوونکو او عامو خلکو پرځای یې طالبان خپلو نږدې پلویانو ته په واک کې ورنه کړي.

نوموړي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «زما غوښتنه دا ده، چې موسېسات باید په خپله نظارت وکړي، ځکه وانټ وایګل کې په سمینارونو کې اشتراک او بشري کومکونو توزېع یو رواجي شکل غوره کړی، هر څوک چې د ساحې مسوول وي، خپلې کورنۍ، خپلوانو او پلویانو ته برخه ورکوي، نور خلک همداسې ګرځي، باید د دې کار مخه ونیول شي، ځکه ټول خلک په کې حق لري او د غریبو حق باید بل چاته ورنه کړل شي.»

اطلاعات روز ورځپاڼې هڅه وکړه، چې د وانټ وایګل ولسوالۍ د ځايي خلکو د شکایتونو او یادې ستونزې په تړاو د طالبانو د ځايي ولسوال او د نورستان لپاره د طالبانو د پوهنې ریاست نظر هم ولري، خو له پرله پسې هڅو سره بیا هم په دې تړاو خپل نظر شریک نه کړ.

دا په داسې حال کې ده، چې اطلاعات روز شاوخوا درې میاشتې وړاندې هم داسې معلومات ترلاسه کړي وو، چې د وانټ وایګل ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال په دغه ولسوالۍ کې پر مهمو او کلیدي بستونو شاوخوا پنځه ویشت کسان خپل نږدې خپلوان، پلویان او خپل کلیوال ځای پرځای کړي وو، چې د خلکو غبرګونونه یې پارولي وو.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه