په بغلان، کندهار او ارزګان کې د ترافيکي پېښو له امله ۲۱ تنه مړه او په لسګونو نور ژوبل دي

Photo: sent to Etilaatroz

اطلاعات روز: د هیواد په درو ولایتونو بغلان، کندهار او ارزګان کې د څلورو ترافيکي پېښو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۱ تنه مړه شوي او ۴۱ کسان نور ژوبل دي.

له بغلان ولایت څخه ځايي سرچينې وايي چې نن (سې‌شنبه، ۲۶ د چنګاښ) د دې ولایت د خنجان ولسوالي په «تخته سنګ» سیمه کې د يوه مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله ۱۷ تنه مړه شوي او ۳۴ نور ژوبل دي.

د سرچينو په وينا، ۵۸۰ مسافر وړونکی بس موټر چې له کابله بغلان ولایت ته روان و، له سړکه اوښتی او چپه شوی دی.

د سرچينو په وينا، په دې پېښه د ۱۲ نارينه‌وو، درو ماشومانو او دوو ښځو په شمول ۱۷ تنه مړه شوي او ۳۴ نور ژوبل دي.

په بغلان کې د طالبانو امنيتي مسوولینو هم دا پېښه تاييد کړې ده.

تر اوسه د دې پېښې د را منځ ته کېدو علت نه دی روښانه شوی.

د وروستيو مياشتو پر مهال دا په هيواد کې تر ټولو مرګونې ترافيکي پېښه ده.

همدا راز، په کندهار کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند اسدالله جمشيد ويلي چې نن د دې ولايت په دوو ولسوالیو میوند او پنجوايي کې د دوو ترافيکي پېښو له امله درې تنه مړه شوي او پنځه کسان نور ژوبل دي.

د ښاغلي جمشيد په وينا، لومړۍ پېښه په پنجوايي کې د يوه «فيلډر» موټر او موټرسایکل تر منځ شوې چې له امله يې پر موټرسایکل سپاره دوه تنه مړه شوي دي.

همدا راز، دويمه پېښه په میوند ولسوالۍ کې د «فيلډر او مازدا» موټرونو تر منځ شوې چې پر مهال يې يو موټر چلوونکی مړ او پنځه تنه نور ژوبل شوي دي.

له دې سره-سره، له ارزګان ولايت څخه سرچينې وايي چې د دې ولایت د مرکز ترينکوټ ښار په «شاه منصور» سيمه کې دوو موټرسایکلونو ټکر کړی او په ترڅ کې يې يو تن وژل شوی او دوه نور ژوبل دي.

په هيواد کې ګڼې ترافيکي پېښي د موټرونو د ټکر او چپه کېدو له امله را منځ ته کېږي. د ترافيکي قوانينو نه مراعت، بې احتياطي، زيات سرعت او د لارو خرابولی د ترافيکي پېښو علتونه ګڼل کېږي. همدا راز، د کابل – شمال او کابل-کندهار لويي لارې د ترافيکي پېښو له کبله د هيواد خطرناکې لارې ګڼل کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه