يونيسيف: په افغانستان کې يو پر درې ښځې لا هم له روغتيايي مرکزونو دباندې زېږون کوي

Photo: UNICEF/UNI604461/Musadiq

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونيسيف) وايي چې په افغانستان کې يو پر درېيمه ښځې لا هم له روغتيايي مرکزونو دباندې زېږون کوي.

د دې دفتر په وينا، په افغانستان کې تر ۶۷ سلنې زیات زېږونونه د متخصصینو تر نظر لاندې کېږي.

يونيسيف دا شميرې په هغه راپور کې خپرې کړې دي چې نن (دوشنبه، ۲۵ د چنګاښ) يې خپور کړی دی.

د يونيسيف په وينا، که څه هم حاملې ميرمنې بايد تر زېږون وړاندې څلور ځلې ډاکټر ته ورشي، خو په افغانستان کې يوازې يو پر درې ښځې دا کار کوي.

دې دفتر زياته کړې چې کله وخت ميندې له يوه روغتيايي مرکزه دباندې يا هم د يوه متخصص له پاملرنې پرته زېږون کوي، له امله يې د مور ژوند له جدي خطر سره مخ کېږي.

افغانستان يو له هغو هیوادونو دی چې پر زېږون د ميندو د مړينې کچه پکې لوړه ده.

د روغتيا د نړیوال سازمان له شمېرو سره سم، په افغانستان کې هره ورځ ۲۴ ميندې او ۱۶۷ ماشومان د داسې عواملو له کبله مري چې د مخنيوي وړ دي.

دې سازمان تر دې وړاندې په يوه راپور کې ويلي و چې په افغانستان کې ښځې او ماشومان د روغتيايي کړکېچ له سختو پايلو سره مخ دي.

په عين مهال کې د نړیوالو مرستو د کمښت له وجې په ليرې پرتو سیمو کې  يو شمېر روغتيايي مرکزونه تړل شوي او يو شمير لوی روغتونونه هم د امکاناتو له کمښت سره مخ دي.

د روغتيا د نړیوال سازمان په راپور کې راغلي چې د بودجې د کمښت له وجې په هيواد کې د ۲۰۲۳ د جنوري او ډسمبر مياشتو تر منځ ټولټال ۴۲۸ مرکزونه تړل شوي دي.

د دې سازمان په وينا، د بودجې د کمښت له وجې به په ټول هيواد کې ۳۱۰ روغتيايي مرکزونه د خدماتو له سخت کمښت او نه ملاتړ سره مخ شي.

اوس مهال د افغانستان د روغتيايي برخې د يو شمېر کارکوونکو معاش د نړیوالو بنسټونو له لوري ورکول کېږي.

يونيسيف وايي چې له نړیوال بانک او د اسيا له پرمختيايي بانک سره په ملګرتيا په افغانستان کې تر ۲۷۰۰۰ د زیاتو روغتيايي کارکوونکو ملاتړ کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه