پنجشېر د طالبانو په ستره نظامي قرارګاه بدل شوی

د نظامي پوستو تر سيوري لاندې ژوند

«غوښتل مو چې دشپې خپل ناروغ روغتون ته يوسو. د کلي ملک ته مو زنګ وواهه او هغه له طالبانو سره اړيکه ونيوله او له هغوی سره يې موضوع شريکه کړه. موږ چې کله د طالبانو قرارګاه ته ورغلو، روغتون ته د تګ اجازه مو واخيسته. دشپې ۱۲:۰۰ بجې چې کله د پنجشېر ولایت پر سړک روان وو، په هرو دوو کیلومیټرو کې مو د پلټنې تمځای ولید؛ هرې پلټنې او پوستې روغتون ته زموږ د تګ اجازه‌ ليک غوښته.»

دا د محمود (مستعار) په نوم د پنجشېر د يوه اوسېدونکي کیسه ده چې نسايي او ولادي روغتون ته د خپل کور د غړي د انتقالولو تجربه لري.

طالب ځواکونه چې کله د ۲۰۲۱ د اګست پر ۱۵مه د حکومت تر سقوط څو مياشتې وروسته پنجشېر ته راغلل، نو له هماغه وخته يې په پنجشېر کې زيات نظامي حضور ساتلی دی. په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د دریو کلونو په پوره کېدو سره لاهم په پنجشېر کې د دې ډلې نظامي او استخباراتي حضور نه دی کم شوی. د اطلاعات روز موندنې ښيي چې په پنجشېر کې د طالبانو د پوستو، قرارګاوو او طالبانو د نظامي ځواکونو شمېر له نورو ځايونو سره په پرتله ډېر زيات دی.

په پنجشېر کې د ولایت مقام د ودانۍ او د طالبانو د امنيې قومندانۍ شاوخوا طالبان په هاموې ټانکونو او رنجر موټرونو او د پولیسو په نظامي جامو کې موجود وي، ترڅو د خپلو لوړپوړو سيمه‌ييزو چارواکو امنيت وساتي. په دې چارواکو کې يو کس محمد اغا حکیم دی چې د پنجشېر والی دی او القاعدې ته نږدې کس ګڼل کېږي او سخت امنيت يې ساتل کېږي. د پنجشېر ولایت د ودانۍ پر شاوخوا څلور برجونه چې شپه او ورځ فعال وي او د طالبانو نښه ویشتونکي په کې ناست وي.

د اطلاعات روز موندنې ښيي چې معمولا په پنجشير کې د طالبانو د والي د تګ-راتګ پر مهال دوه زرې لنډکروزر، دوه رینجره او یو هایلکس موټر د نوموړي ملتيا کوي. په پنجشېر کې د طالبانو لوړپوړي امنيتي، استخباراتي او پوځي چارواکي د تګ – راتګ پر مهال له زرې موټرو، ټانکونو او زیاتو پوځیانو کار اخلي.

په پنجشېر کې د طالبانو د دولتي ادارو يوه کارکوونکي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې طالبانو په هره اداره کې د پولیسو يوه پوسته جوړه کړې او دا په داسې حال کې چې د جمهوري نظام پر مهال يوازې په ولایت مقام، د افغانستان بانک، محکمه او نظامي پوستو کې امنيتي ځواکونه موجود وو.

د طالبانو ګڼ شمیر نظامي پوستو او قرارګاوو پنجشېر په يوه لويه نظامي اډه بدل کړی دی. د اطلاعات روز خبريال چې په تازه توګه پنجشېر ته تللی، راپور ورکوي چې پنجشېر ته د ننوتلو په دروازه کې د طالبانو د دفاع وزارت يوه پوسته جوړه شوې او په سل مترۍ کې يې د پولیسو او په ۲۰۰ مترۍ کې يې د طالبانو د استخباراتو د ریاست د پلټنې پوسته ده.

په پنجشېر کې هم ځايي سرچينو اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې په پنجشېر کې تر ۵۰۰ متره په کمه فاصله کې د طالب ځواکونو زيات شمير پوستې جوړې شوې دي، ترڅو طالبان وکولای شي چې د دې ولایت پر جغرافیه لا زیات کنټرول ولري.

له کوره تر پوستې

طالبانو په پنجشير کې خپلې يو شمير پوستې او قرارګاوې د اوسيدنې په کورنو کې جوړې کړې دي. په پنجشېر کې سرچينو اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د پنجشېر د مرکز په «نولیچ» سيمه کې د عبدالستار کور، د دې په ۵۰۰ متره فاصله په «ملسپه» قریه کې د يوه سوداګر حاجي سعيد کور او په «استانه» کې د پنجشېر د ملي امنيت د پخواني ريیس ډاکټر ګلستان صديق مېلمستون د طالبانو په امنيتي پوستو بدل شوي دي. د سرچينو په وينا، په دې هر کور کې شاوخوا ۳۰ طالب جنګيالي مېشت دي.

دې سرچينو زیاته کړه، چې په دې کورونو کې د طالبانو د دفاع وزارت اړوند ځواکونه مېشت دي او دا ځواکونه په سپکو (ایم – ۴، ايم ۱۶، پیکا او کلاشینکوف) او درنو وسلو (هاموې ټانکونو، دهشکې او راکیټ) مجهز دي او دا ځواکونه د «د فعالې دفاع» په حالت کې دي.

د پنجشير د کليو په کچه هم د طالب ځواکونو شمېر زیات شوی دی. د اطلاعات روز ورځپاڼې خبريال راپور ورکړی چې د بېلګې په توګه په حصه اول ولسوالۍ کې په «عمرض» کلي کې د پخواني ولسمشر د لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم، جنرال هابیل او حاجي کاتب کورونه په نظامي قرارګاوو بدل شوي دي.

په پنجشېر کې د طالبانو د ځواکونو کاروان. انځور: فارس خبري اژانس

شپنی محدودیت

دشپې په راتګ سره د پنجشير په ولسوالیو او کلیو کې د طالبانو نظامي حضور د ورځې په پرتله زياتېږي. د پنجشير درو اوسېدونکو اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې په ځينو ځایونو کې طالبان دشپې له خوا خلکو ته له کوره د وتلو اجازه نه ورکوي. يوې بلې سرچينې اطلاعات روز ورځپاڼې ته زیاته کړه، چې له طالبانو سره له همغږۍ پرته دشپې له خوا له کوره د وتلو پر مهال د طالبانو د نظامیانو له لوري د ویشتو او نیول کیدو خطر شته دی.

د اطلاعات روز ورځپاڼې خبريال پنجشېر ته د خپل سفر په ترڅ کې موندلې چې د ابشار ولسوالۍ په ګلاب خيل کلي کې د نصير احمد په نوم يو ځوان چې د روژې پر مهال له تراويحو کور ته را روان و، د طالبانو د نظاميانو له لوري ويشتل شوی دی. دا په پنجشېر کې له هغو لسګونو پېښو څخه يوه ده چې ملکي وګړي په کې په نښه شوي دي.

نور عادي ژوند نشته

د پنجشېر يوه اوسېدونکي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې طالبان ورته اجازه نه ورکوي چې غرونو ته د وښو او سون توکو د راټولولو په موخه ولاړ شي ځکه چې طالبانو په درو او غرونو کې پوستې او قرارګاوې جوړې کړې دي.

د پنجشېر دا اوسېدونکي وایي، چې د روانې اونۍ پر مهال طالبانو د پنجشېر د مرکز په «بادقول» سيمه کې څلور تنه وهلي دي.

ده وويل: «زموږ د کلي څلور ځوانان د طالبانو په اجازه غرونو ته ولاړل چې څارويو ته واښه راوړي خو کور ته د راتلو پر مهال د دوی په سيمه کې موجودې پوستې نيولي دي. د دې پوستې ځواکونو ادعا کړې چې دا څلور ځوانان يې له سترګو پټ شول. له همدې وجې يې دې ځوانانو ته په لرګیو او څپيړو سزا ورکړې ده.»

يوې بلې سرچينې هم اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې طالبان د پنجشير اکثريت غرونه سخت څاري او خلکو ته اجازه نه ورکوي چې دې غرونو ته پورته شي.

ده زياته کړه: «طالبان په غرونو کې د خپلو مخالفینو له موجودیت څخه وېرېږي. دوی وېرېږي چې هسې نه خلک له ملي مقاومت جبهې سره همکاري وکړي.»

د طالبانو کسانو خلکو ته ګواښ کړی چې د دوی له مخالفو نظامي جبهو سره هر ډول همکاري او د هغو ملاتړ د «اسلامي نظام» پر خلاف «بغاوت» دی او وبه ځپل شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه