«ملي مقاومت شورا»: د محرم پر مراسمو د طالبانو بندیز هیڅ انساني او اسلامي اساس نه لري

اطلاعات روز: «د افغانستان ژغورنې ملي مقاومت شورا» وايي، په افغانستان کې د محرم د ماتم پر مراسمو د طالبانو له لوري لګول شوي محدودیتونه «غیر انساني» او «ظالمانه» دي او هیڅ انساني او اسلامي اساس نه لري.

دغې شورا نن (شنبه، ۲۳ د چنګاښ) د یوې  اعلامیې په  خپرولو سره ویلي: «د طالبانو ترهګرې ډلې وسله والو په تېرو شپو او ورځو کې د حسیني ماتم کوونکو د سپکاوی تر څنګ، د عاشورا د سمبولونو په راټولولو او د هیواد په یو شمیر سیمو کې د ځوانانو او علماوو په نیولو او شکنجه لاس پورې کړی چې د خلکو ترمنځ د وېرې او ګډوډۍ لامل ګرځیدلي.»

«د افغانستان ژغورنې ملي مقاومت شورا» زیاته کړې: له بده مرغه د عاشورا د ورځو د امنیت تامینولو په پلمه دغه تهدید او تاوتریخوالی ترسره کېږي چې د بشري جنایت ښکاره بیلګه او د خلکو له مشروع آزادیو بې برخې کول او له هغوی د روحي امنیت اخیستل دي.»

دغې شورا د محرم د مراسمو لپاره د طالبانو له خوا صادر شوې کړنلاره یو طرفه او «مداخله» بللې او ویلي یې دي چې دې کړنلارې د محرم د مراسمو له تنظیموونکو څخه د عمل ازادي اخیستې ده.

د دغې شورا په اعلامیه کې راغلي: «په دغه غیر انسانی او ظالمانه کړنلاره کې د عاشورا مراسم یوازې په دریو ورځو پورې محدود دي او حتی سنیان هم پکې له ګډون څخه منع شوي دي.  همدارنګه د عاشورا په مراسمو کې د مبلغینو او ویناوالو هر ډول وینا د دې ډلې د تخریبوونکې مینو خلاف او د عاشورا د مراسمو په اړه د شیعه علماوو او رحانیونو مرکې او له رسنیو سره د هغې د ترسره کولو اړوند خبرې او مسایل منع شوي دي.  په دې ژمن لیک کې نور عجیب بندیزونه هم شته چې هیڅ انساني او اسلامي اساس نه لري.»

د «افغانستان ژغورنې ملي مقاومت شورا» ټینګار کړی، یو شمیر «نامعلومه څیرو» چې شیعه ګانو ترمنځ هیڅ ټولنیز، سیاسي، مذهبي او علمي حیثیت نه لري، دغه «ننګوونکې کړنلاره» لاسلیک کړې، چې باید د هغوی پر دې کار افوس وکړو.

دغې شورا ویلي، چې «د حسیني عاشورا د ورځو د درناوي ترڅنګ د طالبانو د ظالمې او یزیدي ډلې له خوا د ماتمیانو سپکاوی، نیول او زنداني کول په کلکه غندي».

«د افغانستان ژغورنې ملي مقاومت  شورا» هیله څرګنده کړې چې د طالبانو محدودیتونه به په افغانستان کې د شیعه او سني مذهبونو د پیروانو پر ښو اړیکو منفي اغېز ونه کړي.

دا په پرله پسې ډول دویم کال دی چې طالبان په افغانستان کې د محرم د ماتم پر مراسمو پراخ بندیزونه لګوي.

تېر کال هم دغې ډلې شیعه ګان د عاشورا په ورځو کې د بیرغونو له پورته کولو او په عامه ځایونو کې له ګډون څخه منع کړي وو او په ځینو مواردو کې یې له هغوی سره له تاوتریخوالي ډک چلند کړی وو.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه