طالبانو په کندهار کې ۲۰۰ وړې صرافۍ وتړلې

اطلاعات روز: په سویلي حوزه کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک په کندهار ولایت کې ۲۰۰ وړې صرافۍ د جواز نه لرلو له کبله تړلې دي.

کندهار کې ځایي سرچینې وایي، چې طالبانو نن (سې شنبه، ۱۹ د چنګاښ) د دې ولایت د صرافۍ په دوو لویو مارکیټونو کې شاوخوا ۲۰۰ «کواټ» یا ګرځنده صرافۍ د جواز نه لرلو له امله تړلي او ورته ویل شوي، چې تر راتلونکې اونۍ پورې جوازونه ترلاسه کړي.

د احمدالله په نوم یو صراف په دې اړه وویل: «موږ څه وکړو اولادونه راپسې دي، ډوډۍ راڅځه غواړي، هغه نن سهار د افغانستان بانک مسوولین راغلل زموږ صرافۍ یې رابندې کړې، تر اوسه مو حوالې بندې دي، خلک هم سرګردانه دي موږ هم سرګردانه یو.»

په دې ولایت کې یو بل صراف صدیق الله هم د طالبانو له لوري د صرافیو تړل کیدو اندیښمن کړی او وایي، چې د افغانستان بانک مسوولینو ورته ویلي چې له غټو صرافیو څخه د کار کولو کارډونه ترلاسه کړي، خو په وینا یې لویې صرافۍ پر دوی باور نه کوي.

هغه وویل: «پرون سهار او نن سهار چې کندهار صرافۍ ته کومې حوالې شوي ټولې همداسې پاتې دي، موږ یې تر خلکو بې باوره کړو، وایي جواز واخلئ نو د دوی يو جواز په سل لکه دی، د دې وس خو هر څوک نه لري، موږ غوښتنه لرو چې بیرته موږ ته د فعالیت اجازه راکول شي، په دې سره په سلهاوو کسان بې کاره کېږي.»

ورته مهال کندهار کې د صرافانو ټولنې مشر حاجي قندي اغا هم وایي، چې دغلته د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک سویلي څانګې شاوخوا ۲۰۰ بې جوازه صرافۍ تړلي او په خبره یې چې هڅې یې روانې کړي ترڅو د دغه څانګې سره په ګډه یوه حل لاره ورته پیدا کړي.

د ده په وینا: «شاوخوا ۲۰۰ صرافۍ دي چې تړل شوي، دا ټولي هغه بې جوازه صرافۍ دي، ځکه په دې وروستیو کې یو شمېر صرافانو د صرافۍ جوازونه واخیستل، افغانستان بانک کواټ صرافۍ لرونکو ته ویلي چې له لویو صرافیو شرکتونو څخه کارډونه واخلي، دلته ځینې ستونزې شتون لري موږ د افغانستان بانک سره ناسته کوو، ان شاءالله د دغو بندو صرافیو لپاره به هم د جواز اخیستلو یو حل لاره پیدا کړو.»

دغه راز د افغانستان بانک په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم ګرځنده او لویي بې جوازه صرافۍ تړلې دي.

د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، ټول ګرځنده صرافان باید د فعالیت جواز ترلاسه کړي، څو په قانوني توګه خپل کار ته دوام ورکړي.

هغه زیاته کړې: «ډیر شمېر صرافۍ د افغانستان بانک له جواز پرته په غیرې قانوني ډول فعالیت ترسره کوي، نو له همدې کبله پرېکړه وشوه  ټول هغه صرافان او لاسي پلورنکي چې د افغانستان بانک له جواز پرته په غیرې قانوني ډول فعالیتونه ترسره کوي د دوی د فعالیتونو د بندېدو پروسه پېل شوه.»

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه