د کندهار روغتيايي چارواکو په سویلي زون کې د پوليو د اوو مثبتو پیښو د ثبت خبر ورکړ

اطلاعات روز: په کندهار کې د پوليو ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې مسوولين وايي، چې سږ کال په سویلي زون کې د پوليو اووه مثبتې پېښې ثبت شوي، چې څلور يې په کندهار کې دي.

دغه شمیرې په کندهار کې د طالبانو د والي دفتر په سويلي زون کې د پولیو د له منځه وړلو کمپاین د استازي ډاکټر صدیق الله پتیال په حواله خپرې کړې دي.

هغه دا نه ده روښانه کړې چې د پولیو له اوو مثبتو پېښو څخه درې نورې یې په کومو ولایتونو کې ثبت شوي دي.

په کندهار کې د پوليو د څلورو مثبتو پېښو له جملې څخه دوه يې په دې وروستيو کې د دغه ولايت په شاوليکوټ او ارغستان ولسواليو کې ثبت شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په شاوليکوټ ولسوالۍ کې يو پنځه کلن ماشوم او په ارغستان ولسوالۍ کې يو بل څلور نيم کلن ماشوم د پوليو په ناروغۍ اخته شوي دي.

ویل کېږي چې د دغو ماشومانو کورنۍ له پاکستانه راستانه شوې وې.

څه موده وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان خبر ورکړ و، چې روان زیږیدیز کال په کونړ او نورستان ولایتونو کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په هیواد کې د پولیو د مثبتو پیښو ټول شمیر نه دی معلوم شوی.

تېر کال په افغانستان کې د پولیو شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې وې، چې ټولې یې په ننګرهار ولایت کې وې.

تېره ورځ بیا د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پېل شو.

د کندهار سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه کمپاین په ترڅ کې به په دغه ولایت کې ۶۰۰زره له پنځو کلونو کم عمره ماشومان او په زون کې تر دوو میلیونو ډېر ماشومان واکسین شي.

دا مهال افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني هیوادونه دي چې د پولیو کچه په کې صفر ته نه ده رسیدلې.

په افغانستان کې پخوا طالبانو په کلیو کې د واکسین د تطبیق مخه نیوله.  په افغانستان کې د دغې ډلې له واکمنۍ وروسته د پوليو د برخې د روغتيايي کارکوونکو پر وړاندې ګواښونه دوام لري او په بريدونو کې يو شمېر کارکوونکي وژل شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه