د ښځو او بشري حقونو فعالان: د دوحې له غونډې د ښځو او مدني فعالانو حذف د طالبانو دريځ پياوړی کړ

Social Media

اطلاعات روز: د ښځو او بشري حقونو يو شمېر فعالانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د دوحې له درېيمې غونډې د ښځو او مدني فعالانو حذف او د دې غونډې له اجنډا د بشري حقونو د موضوع ويستلو د طالبانو دريځ پياوړی کړی او دا ډله د بشري حقونو د سيسټماټيک نقض دوام او له پوښتنې پرته د جنسيتي اپارتایډ عملي کولو ته هڅوي.

دې فعالانو د دوحې د غونډې پايله پر ټپونو د مالګې شيندل بللي او په دې تړاو يې ژوره اندېښنه څرګنده کړې.

د ښځو او بشري حقونو د فعالانو په اعلاميه کې چې تېره شپه (چهارشنبه، ۱۳ د چنګاښ) خپره شوې، راغلي، چې د طالبانو په غوښتنه د دوحې له غونډې د ښځو او مدني ټولنې حذف ښيي چې د دې غونډې سازمانوونکي په حيرانوونکې توګه بشري حقونو او د ښځو حقونو ته پام نه کوي.

د هيوادونو د ځانګړو استازو غونډه چې د ملګرو ملتونو په کوربتوب د جون پر ۳۰ او د جولای پر لومړۍ نېټه په دوحه کې وشوه، د ښځو او مدني ټولنې استازو په کې ګډون نه درلود.

د دوحې غونډې ته د ښځو او مدني ټولنې د ډلو پر نه ګډون تر پراخو نيوکو وروسته ملګرو ملتونو اعلان وکړ چې د جولای پر دويمه له ښځو او مدني فعالانو سره خبرې کوي.

يو شمېر ښځينه فعالانې چې د جولای د دويمې غونډې ته بلل شوې وې، له دې غونډې سره يې پرېکون کړی، خو بيا هم د ملګرو ملتونو چارواکو د مدني ټولنې د استازو په توګه له ځينو افرادو سره خبرې کړې دي.

د ښځو او بشري حقونو فعالانو په خپله اعلاميه کې ويلي، چې د دې غونډې ګډونوال ناپيژاندي افراد دي او اجنډا يې مبهمه ده. دوی دا غونډه بې اغيزې او بې مشروعيته بللې ده.

د ښځو او بشري حقونو فعالانو زياته کړې، چې د بشري حقونو، ښځو او نورو وګړو د بشري حقونو په برخه کې د طالبانو شاليد ته له پام پرته له دې ډلې سره د تعاملاتو د عادي کولو پر لور د ملګرو ملتونو حرکت اندېښمنوونکی دی.

د دې فعالانو په اعلاميه کې ويل شوي: «د نړۍ له مهمو غونډو د ښځو حذف دا تصور را پيدا کوي چې ملګري ملتونه لېواله دي د طالبانو د جنسيتي تبعيض سياستونه له پامه وغورځوي يا هم ورسره موافقه کوي. موږ دا هيله نه لرو چې ملګري ملتونه به زموږ د جنسيت په خاطر له موږ سره تبعيض وکړي.»

دې فعالانو له ملګرو ملتونو او نړيوالې ټولنې غوښتي چې د امنيت شورا ۱۳۲۵ پرېکړه‌ليک او ټولو نړيوالو قوانينو ته ژمن پاتې شي او ښځې او د مدني ټولنې ډلې په ټولو سياسي بهيرونو کې ور ګډ کړي.

دوی ټينګار کړی، چې هر سياسي بهير بايد په افغانستان کې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو د وضعيت د ښه کېدو غوښتنه وکړي.

د ښځو او بشري حقونو فعالانو ويلي، چې طالبان بايد د بشري حقونو د سيسټماټيک او هر اړخيز نقض له کبله وپوښتل شي.

دوی له ملګرو ملتونو او نړيوالې ټولنې غوښتي چې ډاډ دې ترلاسه کړي چې د ښځو حقونه او بشري حقونه د طالبانو له لوري د چنه وهنې د ابزارو په توګه نه کارېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه