د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیاله: طالبان او د افغانستان وګړي چمتو نه دي چې پر يوه مېز راټول شي

Photo: UN

اطلاعات روز: د سولې او سياست په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستيالې رزماري ډي کارلو ويلي چې طالبان او د افغانستان وګړي چمتو نه دي چې پر يوه مېز راغونډ شي.

اغلې ډي کارلو نن (سې‌شنبه، ۱۲ د چنګاښ) د افغانستان د مدني ټولنې له يو شمېر غړو سره تر ليدنې وروسته په يوه خبري کانفرانس کې خبرې کولې، وويل چې اخير هم «بين الافغاني خبرو» ته اړتيا ده.

دې زياته کړه، څه چې موږ کوو «بين الافغاني خبرې» نه دي، موږ يوازې موضوعات مطرح کوو او هڅه کوو چې بېلابېل اندونه راغونډ کړو.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستيالې د افغانستان د مدني ټولنې په استازيتوب له يو شمېر ښځو او سړو سره خپله ليدنه «مهمه او ګټوره» وبلله او ويې ويل چې هغوی د ښځو د حقونو، لږکيو، د ښځو د زده کړې، رسنيو، سوداګرۍ او نورو موضوعاتو په تړاو خپل نظرونه بيان کړي دي.

اغلې ډي کارلو وويل چې د افغانستان د مدني ټولنې په استازيتوب اتو تنو په دې غونډه کې په حضوري او مجازي توګه ګډون کړی وو، خو ويې نه ويل چې په دې غونډه کې څومره کسانو ګډون درلود او څومره کسان پر ليکه وو.

يو شمېر رسنيو راپور ورکړی چې درو تنو په دې غونډه کې په دوحه کې ګډون درلود او پنځه تنه نور پر ليکه وو.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستيالې همدا راز د ګډونوالو افرادو هويت ښکاره نه کړ او هغه يې «خصوصي حريم» وباله.

دا په داسې حال کې چې تر دې وړاندې د ښځو او بشري حقونو درو تنو فعالانو حبيبې سرابي، نبيلې مصلح او زبيدې اکبري اعلان کړی و چې دې غونډې ته بلل شوي خو دا بلنه يې نه ده منلې.

دوی د افغانستان په اړه په اصلي غونډو، نه په «حاشيوي» کې د ښځو پر ګډون ټينګار کړی وو.

رزماري ډی کارلو همدا راز په خپل خبري کانفرانس کې وويل چې د ۱۵ هيوادونو ځانګړو استازو او د اروپايي اتحاديې ځانګړي استازي د دې او د افغانستان د مدني ټولنې د استازو په غونډه کې ګډون درلود.

دې زياته کړې چې يو شمېر ځانګړو استازو د نورو برنامو له وجې د دې غونډې تر جوړېدو وړاندې له دوحې ولاړل.

د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو درېيمه غونډه د يکشنبې په ورځ په دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربتوب جوړه شوه چې طالبان، د ۲۵ هيوادونو استازو او د پنځو نړيوالو سازمانونو استازو ګډون پکې کړی وو خو د افغانستان د ښځو او مدني ټولنې استازي پکې نه وو.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستيالې چې د دې غونډې مشري يې کوله، د دې غونډې په پای کې دا غونډه «صریحه او ګټوره» وبلله.

له دې سره-سره دا غونډه د يو شمېر هيوادونو، د معترضو ښځو، د افغانستان د مدني او بشري حقونو د فعالانو له وجې له پراخو نيوکو سره مخ وه.

زيات شمېر معترضو ښځو او د افغانستان د مدني ټولنې بنسټونو په غونډه کې د طالبانو د حضور او د ښځو او مدني ټولنې د حذف له وجې له دې غونډې سره د پرېکړون غوښتنه کړې وه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه