د پاکستان دفاع وزير: په افغانستان کې دننه ټي ټي پي په نښه کولای شو

via VOA

اطلاعات روز: د پاکستان د دفاع وزير خواجه محمد اصف له امريکا غږ راډیو سره په مرکه کې ويلي چې شونتيا شته پاکستان په افغانستان کې دننه د پاکستان ضد جنګياليو پټنځايونه په نښه او له منځه يوسي.

د پاکستانۍ ډان ورځپاڼې له راپور سره سم، د پاکستان د دفاع وزير د پنجشنبې په ورځ (۷ د چنګاښ) په دې مرکه کې همدا راز ويلي چې اسلام اباد کولای شي په افغانستان کې دننه د ترهګرۍ پټنځايونه په نښه کړي. د نوموړي په وينا، دا به د نړيوالو قوانينو خلاف کار نه وي، ځکه چې کابل پاکستان ته تروريزم «صادروي» او «صادرېدونکي» هلته خوندي ساتل شوي.

د پاکستان د دفاع وزير خواجه محمد اصف دا څرګندونې په داسې مهال کې کوي چې يو څو ورځې وړاندې د دې هيواد لومړي وزير په ټول پاکستان کې د ترهګرۍ د ختمولو او چينايي اتباعو د خونديتوب په موخه د «عزم استحکام» په نوم عمليات تاييد او اعلان کړل.

داسې ويل کېږي چې پاکستان به هڅه وکړي چې د دې عملياتو پر مهال په افغانستان کې دننه هم د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) قومندانان او غړي په نښه کړي.

طالبانو تر اوسه د پاکستان دې څرګندونو ته غبرګون نه دی ښوولی.

همدا راز ډاڼ ورځپاڼې ليکلي چې په پاکستان کې د جمعيت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان چې د افغان طالبانو په پلوي تورنېږي، د پاکستان د دولت له نويو عملياتو سره مخالفت ښوولی او په يوه قومي جرګه کې يې دا د «عدم استحکام» عمليات بللي دي.

د جمعيت علماء اسلام ګوند مشر زياته کړې چې په يو شمېر قبايلي سيمو کې د پخوا په پرتله د ټي ټي پي د جنګياليو شمېر زيات شوی دی او په يو شمېر مشخصو سيمو کې پوليس تر ماښام وروسته له خپلو پوستو او مرکزونو نشي وتلای.

نوموړي ويلي چې پاکستاني طالبان په يو شمېر سیمو کې لويو لارو ته راوزي او له موټروانانو پيسې ټولوي.

د ۲۰۲۲ ميلادي کال په سپټمبر مياشت کې پاکستاني طالبانو د پاکستان له دولت سره خپل اوربند پای ته ورساوه او تر دې ورسته په دې هيواد کې د بريدونو شمېر ډېر لوړ شوی دی.

د پاکستان حکومت په افغانستان کې واکمن طالبان تورنوي چې ټي ټي پي ته يې په خپله خاوره کې پټنځایونه ورکړي دي او هغوی له افغانستانه خپل عمليات پلانوي خو طالبان دا ادعا ردوي او وايي پاکستان دې د امنيت په ساتلو کې د خپلې ناکامۍ پړه پر بل چا نه اچوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه