د دوحې له غونډې د ښځو پر حذف نیوکې؛ دوجاریک: د ښځو حقونه به په ټولو ناستو کې لومړيتوب ولري

UN

اطلاعات روز: د دوحې په درېيمه غونډه کې د ښځو د نه حضور په تړاو د نيوکو په غبرګون کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي وياند سټيفان دوجاریک ويلي، چې هر ځای به د ښځو او نجونو حقونه لومړيتوب ولري.

د رويټرز له راپور سره سم، دوجاریک د يکشنبې په ورځ ويلي، چې د دوحې غونډې «د يوه بهير برخه دي، يو ځلې نه دي» او ښځې او مدني ټولنه يې يوه برخه دي.

ده زياته کړې چې د دوحې د غونډې موخه داده چې د يوې همغږې او ساختاري تګلارې له لارې طالبان له نړيوالې ټولنې سره تعامل ته وهڅول شي او دا د افغانستان په ګټه دي.

دوجاريک ويلي: «بشري حقونه او د ښځو او نجونو حقونه به د ملګرو ملتونو له لوري په ټولو بحثونو کې لومړيتوب وي.»

ټاکل شوې چې د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو درېيمه غونډه د روانې لمريزې مياشتې پر ۱۰مه او ۱۱مو نېټو  جوړه شي.

د رويټرز په وينا، د ملګرو ملتونو د سياسي چارو مسوول رزماري ډي کارلو، د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا او د بېلابېلو هيوادونو استازي حضور ولري.

طالبانو هم په دې غونډه کې ګډون ته چمتووالی ښودلی دی؛ خو د مدني ټولنې او ښځو استازي به په اصلي غونډه کې حضور ونه لري.

د ملګرو ملتونو چارواکي وايي، چې ټاکل شوې ده تر غونډې يوه ورځ وړاندې او يوه ورځ وروسته د مدني ټولنې او ښځو له استازو سره خبرې وشي.

د دوحې له غونډې د ښځو او مدني ټولنې د استازو حذف د فعالانو او بشري حقونو د بنسټونو نيوکې را پارولې دي.

په بهر کې د افغانستان يو شمېر وګړو د دې غونډې د تحريم کمپاين پېل کړی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا د جمعې په ورځ د امنيت شورا د غونډې تر پای ته رسېدو وروسته د دوحې په غونډه کې د ښځو له حذف څخه دفاع کړې ده.

اوتنبایوا ويلي، چې د دوحې غونډه به پر خصوصي سوداګرۍ او له نشه يي توکو سره پر مبارزې متمرکزه وي، دې دا موضوعات د ښځو له حقونو سره تړلي ګڼلي دي.

دې همدا راز ويلي، چې راتلونکې غونډه «پام وړ هيلې را پيدا کړې دي او واقعيت دادی چې په يوه غونډه کې نشي پوره کېدلای».

د يوناما رييسې ويلي: «موږ هڅه کوو چې يو بهير رامنځته کړو او د خبرو يو مهم ميکانيزم خوندي وساتو.»

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه