ملا هبت الله: که ټول په اتفاق ما ګوښه کړي، نو زه خوشالېږم

اطلاعات روز: د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د لوی اختر په مناسبت په خپله وينا کې پر «اتحاد او اتفاق» په ټينګار کولو سره ويلي چې که ټول يوه ورځ متفق شي او دی ګوښه کړي، نو په دې کار خوشالېږي، خو په نفاق او اختلاف خوښ نه دی.

يو ۲۳ دقيقه‌ييز غږيز کليپ چې هبت الله اخوندزاده ته منسوب او د ملي ټلويزون له لوري خپور شوی، ده پکې خپل مخاطبين «مسلمان وروڼه» بللي. ده نن (دوشنبه، ۲۸ د غبرګولي) په کندهار کې د اختر د لمانځه امامت کړی او وينا يې کړې.

اخوندزاده په خپلو خبرو کې وايي چې کله فرعون غوښتل پر ځمکه واکمن شي، نو خلګ يې پر ډلو ووېشل او هغوی يې د يوه-بل پر خلاف استفاده کول. ده زياته کړې چې دا په سياست کې يو اصل دی چې «د خلګو تر منځ تفرقه واچوه او حکومت وکړه».

د طالبانو رهبر ويلي: «وروڼو زموږ همدا اسلامي نظام، خدايي او شرعي نظام دی. دا د رسول الله پر منهج (لار) روان دی او خدای دې روان کړي. خدای دې زموږ پر نظام هماغه اثرات مرتب کړي چې د خلفاء راشدينو او رسول الله پر نظام مرتب وو».

هبت الله اخوندزاده ويلي چې دی په خپله د ورورولۍ، اتفاق، اتحاد او د مسلمانانو د يووالي غوښتونکی دی.

ده زياته کړې: «زه دا نه غواړم چې په نظام کې دننه او دباندي عام او خاص مسلمانان وي، زه د دوی اختلاف نه غواړم. که ټول يوه ورځ متفق شي او ما له دې منصب څخه معزول کړي، زه په دې خوشاله يم، خو اختلاف او تفرقه مې نه خوښېږي.»

د طالبانو مشر وايي چې د اختلاف په شتون کې «ښه حاکميت» کېږي، خو دی دا نه خوښوي.

دی خپلو مخاطبينو ته وايي چې طاعون ته دې پر اختلاف ترجېح ورکړي، ځکه چې «اختلاف بدترين مرض دی.»

د طالبانو رهبر د خپلې وينا په يوه بله برخه کې له خپلو جنګياليو، عامو وګړو او علماوو غواړي چې خپل اختلافات پرېږدي، ځکه چې د ده په وينا له اختلاف څخه يوازې «دښمن» ګټه اخلي.

د طالبانو مشر په داسې حال کې پر اتحاد ټينګار کوي چې د دې ډلې د غړو تر منځ د يو لړ مسايلو پر سر د اختلاف په اړه راپورونه ورکول کېږي.

تېر کال د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د تعزيراتو کميټې د څارنې او شننې ټيم په خپل راپور کې ويلي و چې د طالبانو تر منځ په دولتي جوړښت او محلي ادارو کې د سمتونو د وېش پر سر پام وړ اختلاف شته.

د دې راپور په يوه برخه کې ويل شوي و چې د طالبانو د کورنيو چارو وزارت سرپرست سراج الدين حقاني د مذهبي علماوو په وسيله غواړي چې «د دې ډلې د مشر هبت الله اخوندزاده مذهبي مشروعيت تضعيف کړي» او په دې توګه يې د طالبانو د رهبرۍ لپاره د نامناسب فرد په توګه معرفي کړي.

خو طالبان په خپل منځ کې د اختلاف شته والی ردوي.

د ښځو د شرعي حقونو د ورکړې غوښتنه

د طالبانو رهبر په خپله نننۍ وينا کې د ښځو د زده کړې حقونو ته له اشارې پرته د ښځو د ميراث او مهر په شمول د هغوی د شرعي حقونو د ورکړې غوښتنه کړې.

دی خپلو مخاطبينو ته وايي چې په دې مسجد کې دې له خدای سره ژمنه وکړي چې «د خپلې خور، مور او لور حق به ورکوئ، هغه يې که شرعي حق وي، يا هم ميراث او مهر».

د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د افغانستان ښځې او نجونې د اسلامي لارښوونو بر خلاف د زده کړې او کار کولو له حق څخه محرومې شوې دي. تر زر زياتې ورځې کېږي چې تر شپږم ټولګي لوړې نجونې نه دې توانيدلې چې ښوونځي او پوهنتون ته ولاړې شي.

د طالبانو د دې سياتونو په وړاندې د نړۍ له منفي غبرګونونو سره-سره دا ډله لا هم د ښځو او نجونو پر وړاندې پر خپل دريځ ټينګار کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه