طالبانو په کندهار او سرپل کې ۱۴ کسان په دُرو ووهل

اطلاعات روز: طالبانو په کندهار او سرپل ولایتونو کې ۱۴ تنو ته د بېلابېلو جرمونو په تور په عام محضر کې سزاګانې ورکړې دي.

کندهار کې د طالبانو د والي دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره ورځ (سې‌شنبه، ۲۲ د غبرګولي) د دې ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې ۱۲ کسان د «غلا، زنا او لواطت» په تور په دُرو وهل شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې یادو کسانو کې ۱۰ تنه د غلا، یو د زنا او یو بل د لواطت په تور نیول شوي وو، چې د سپین بولدک د ابتدایه محکمې تر حکم وروسته د دغه محکمې په عمومي پارک کې له ۲۰ څخه تر ۳۹ دُرو پورې وهل شوي.

دغه راز د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې نن د دې ولایت په بلخاب ولسوالۍ دوه تنه د «لواطت» په تور په دُرو وهل شوي دي.

ستره محکمه زیاتوي، دغه کسان د بلخاب ابتدایه محکمې د حکم پر اساس په سزا محکوم شوي وو، چې لومړنی کس ۱۲ دُرې وهل شوی اوپه تنفیذي بند محکوم او دویم کس بیا ۳۱ دُرې وهل شوی او په شپږ میاشتني بند محکوم شوی دی.

د طالبانو د سترې محکمې په وینا، چې یاد کسان عام محضر کې په دُرو وهل شوي دي.

طالبانو په دې وروستیو کې په سرپل ولایت کې ۶۳ تنه په عام محضر کې په دُرو وهلي چې د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د یو شمیر بنسټونو پراخې نیوکې یې له ځان سره درلودې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د معاونیت دفتر او د دغه سازمان د بشري حقونو ځانګړي راپورچي د دُرو وهلو سزا په کلکه غندلې او د دې سزا د بندېدو غوښتنه یې کړې ده.

د بشري حقونو بنسټونه د تورنو کسانو بدني او عامه مجازات د نړیوالو قوانینو او انساني کرامت خلاف بولي او د مخنیوي غوښتنه یې کوي.

خو طالبانو تر دې مخکې د دُرو وهلو په سزا نیوکه د اسلام د دین سپکاوی بللی و.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه