ننګرهار کې د کانګو ناروغۍ د پېښو زیاتېدو په اړه اندېښنې

انځور: استول شوی

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو روغتیایي چارواکي دغلته د لوی اختر په شپو او ورځو کې د کانګو ناروغۍ د خپریدو په اړه اندیښنه ښودلې او په دې اړه یې عامو خلکو ته خبرداری ورکړی دی.

د ننګرهار سیمه ییز روغتون کې د انتاني څانګې یو ډاکټر بلال وايي، چې سږکال د نورو کلونو په پرتله د کانګو ناروغۍ د خپریدو ویره ډیره ده.

نوموړی کانګو یوه خطرناکه ناروغۍ بولي او په دې ناروغۍ د اخته کېدو د مخنیوي لپاره د څارویو سره د مخ کېدو پر وخت دستکشې، ماسک، موزې او سپینه چپنې د اغوستلو سپارښتنه کوي.

هغه دغه راز د کانګو وژونکې ناورغۍ د مخنیوي لپاره پر دې هم ټینګار کېږي چې د څاروي وینه باید تر خاورو لاندې شي او خامه غوښه و نه خوړل شي.

مومند زیاتوي: «په انتاني وارډ اوسمهال هم یو شمیر ناروغان شته چې پر کانګو ناروغه اخته دي، خو د لوی اختر په شپو او ورځو کې د دې ناروغۍ د خپریدو ویره لا زیاته دهو ځکه د خلکو تماس له څارویو سره زیاتیږي قربانۍ کېږي، نو لازمه ده چې خلک روغتیایي لارښوونې عملي کړي.»

بلخوا د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست لپاره د طالبانو ویاند نقیب الله رحیمي هم په دغه ولایت کې د کانګو ناروغۍ د خپریدو په اړه اندیښنې نه ردوي.

رحیمي زیاتوي، د یادې ناروغۍ د مخنیوي لپاره یې له اختر وړاندې او وروسته لازم تدابیر د ښار او ولسوالیو په روغتیایي مرکزونو کې نیولي دي.

رحیمي وویل: «معمولا د لوی اختر پر مهال د کانګو ناروغۍ دخپریدو ویره وي او خلکو اندېښنې هم پر ځای دي، خو مونږ دې لپاره پوره چمتوالی نیولی که هر څوک شکمن وي چې ګوندې پر کانګو ناروغۍ به اخته شوی وي کولای شي تولو روغتیایي مرکزونو ته مراجعه وکړي او دغه راز تېر کال په ټولیزه توګه ننګرهار کې پر کانګو ناروغۍ ۲۳ شکمن ناروغان په روغتون کې بستر شوي چې له ډلې یې د ۵ تنو پېښې مثبت شوې چې د یادو ناروغانو له ډلې دوه تنه له لوی اختر وروسته مړه شوي دي.»

نوموړی دغه راز وایي، که څوک وینه بهوونکې تبه، سردردي، د عضلاتو درد، د غاړې شخوالی، د ملا درد، د سترګو سوروالی، له رڼا وېره، زړه‌ بدوالی، د نس درد او اسهال نښې نښانې ولري باید هرڅومره ژر چې کولای شي ډاکټر ته مراجعه وکړي.

په همدې حال کې د ننګرهار کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست له لوري د ښاري سيمو څارويو په مېله ځايونو کې د کانګو وينه بهېدونکي ناروغۍ د مخنيوي په پار د عامه پوهاوي او درمل شيندلو پنځه ورځنی کمپاين پېل شوی.

د ياد رياست د څارويو روغتيا لوی مدير ډاکټر نثار احمد عصمت وایي، د جلال اباد ښار په هغو ځايونو کې چې د څارويو مېلې وي دوی به هلته ولسونو ته د دې ناروغۍ په تړاو عامه پوهاوی او درمل شيندنه ترسره کړي.

د ننګرهار ولايت يو اوسېدونکی عبدالمدار چې تېر کال له لوی اختر وروسته پر کانګو ناروغۍ اخته شوی و، وایي چې د روغتیایي لارښوونو نه عملي کیدو له کبله پر یادې ناروغۍ اخته شوی و.

عبدالمدار وویل: «تۍر لوی اختر کې مو قرباني کړې وه او ما په خپله څاروی قرباني کړ، خو ما هغه وخت روغتیایي لارښوونې عملي نه کړې لکه دستکشو کارول، لاسونه په صابون وینځل او نور نو ځکه خو په کانګو ناروغۍ اخته شوی وم.»

د هغه په خبره لاهم عام خلک د یادې ناروغۍ په برخه کې کافي معالومات نه لري چې په دې برخه دوی عامه پوهاوی مهم بولي.

ډاکټران وايي، د کانګو ویروسي وژونکې ناروغۍ د کنې چیچلو له لارې انسانانو ته انتقالیږي او که پر وخت یې درملنه ونخ شي د مرګ لامل کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه