د بريکس د بهرنيو چارو وزيرانو له تروريزم سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو له لوري د «پام وړ» اقداماتو غوښتنه کړې

IRNA

اطلاعات روز: د بريکس د غړو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د يوې ګډې اعلاميې له لارې د طالبانو تر حاکميت لاندې افغانستان کې د «پام وړ او تايید شويو» اقداماتو غوښتنه کړې تر څو ډاډ تر لاسه شي چې د دې هيواد خاوره د ترهګرو له لوري نه استفاده کېږي.

دا اعلاميه چې پرون (دوشنبه، ۲۱ د غبرګولي) د روسيې په نيژني نووګورود کې د بريکس د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې خپره شوې، د سيمه‌ييز امنيت او ثبات د پياوړتيا لپاره په افغانستان کې د بېړنۍ سولييزې حل لارې پر اړتيا پکې ټينګار شوی.

د بريکس د بهرنيو چارو وزيرانو د خپلواک، متحد او سولييز افغانستان ملاتړ کړی چې له تروريزم، جګړې او نشيي توکو خلاص وي.

دوی «په افغانستان کې د پام وړ او تاييد وړ اقداماتو غوښتنه کړې تر څو ډاډ تر لاسه شي چې د افغانستان خاوره د ترهګرو له لوري نه کارېږي».

د بريکس د بهرنيو چارو وزيرانو د افغانستان خلګو ته د بېړنيو او بې ځنډه بشري مرستو د وړاندې کولو پر اړتيا او د ښځو، نجونو او بېلابېلو قومونو په شمول د ټولو وګړو د حقونو پر ساتنې ټيڼګار کړی دی.

د بريکس د بهرنيو چارو وزيرانو د سيمه‌ييزو پلټفارمونو او د افغانستان د ګاونډيو هيوادونو پر لومړني رول او اغېز ټينګار کړی او د افغانستان د [ستونزې] د حل و فصل کولو لپاره يې د دې پلټفارمونو د هڅو او سيمه‌ييزو نوښتونو هرکلی کړی دی.

د بريکس د غړو هيوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو غونډه تېره ورځ د روسيې په نيژني نووګورود کې پرانيستل شوه.

ايران، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، مصر، ايتوپيا، برازيل، هند، سويلي افريقا او چين د بريکس غړي هيوادونه دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه