له افغانستان سره بشري مرستې؛ اوچا: يوازې ۲۰ سلنه اړتيا وړ بودجه تأمين شوې ده

Photo: Marjan Wafa/IOM

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو همغږي کوونکی دفتر (اوچا) وايي چې په افغانستان کې د مرستې رسونې لپاره د اړتيا وړ بودجې ۲۰.۱ سلنه تأمين شوې ده.

دې دفتر د ۲۰۲۴ کال پر مهال په افغانستان کې د بشرپالو عملياتو لپاره د ۳.۱ ميليارد ډالرو غوښتنه کړې، خو د سږ کال د شپږو مياشتو په تېرېدو سره يوازې ۶۱۳.۶ ميليون ډالر تر لاسه شوي دي.

اوچا په خپل راپور کې ويلي چې د بودجې کمښت د بشرپالو هڅو مخه نيسي.

د دې دفتر په وينا، په دې لړ کې په صعب العبور سيمو کې د لومړنيو روغتيايي خدماتو، د تغذيې د تخصصي خدماتو، د زلزلې او سېلاب له وجې د زيانمنو کورنيو لپاره د سرپناه جوړولو، پر وبا ناروغۍ د څار او په خطر کې د ماين پاکۍ په څېر ژوند ژغورونکې برنامې شاملې دي.

اوچا ويلي چې د طالبانو د واکمنېدو د درو کالو په تېرېدو سره لا هم د افغانستان تر نيمايي زيات ۲۳.۷ ميليون وګړي چې ۹.۲ ميليون يې ماشومان دي بشرپالو مرستو ته اړتيا لري.

په افغانستان کې د خوړو نړيوال پروګرام چې اړمنو ته زياته برخه خواړه رسوي، وايي چې په راتلونکو شپږو مياشتو کې د مرستې رسونې لپاره ۶۵۰ ميليون ډالرو بودجې ته په بېړنۍ توګه اړتيا لري.

دې برنامې نن (سې‌شنبه، ۲۲ د غبرګولي) پر ايکس ليکلي چې د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو پر مهال د لوږې تر رکود وروسته په افغانستان کې د خوړو امنيت لږ ښه شوی دی؛ خو لا هم د نفوس تر يو پر څلور زياته برخه د بقا لپاره د خوړو مرستې ته اړتيا لري.

اوچا ويلي چې د خوړو ناامني او خوارځواکي، اوږد مهالې بې ځايه کېدنه، د چاودېدونکو توکو پراخه ککړتيا، پرلپسې طبيعي افتونه، د خپرېدونکو ناروغيو راپيد کېدل، د اقليمي بدلونو اغېزو او سياسي شرایطو تر ۴۰ کلنې جګړې وروسته په وضعيت کې د پرمختګ په وړاندې ننګونې را پیدا کړې دي.

اوچا ويلي چې د ۲۰۲۱ له اګست راهيسې د ښځو او نجونو پر حقونو او د هغو پر اساسي ازاديو د طالبانو د محدودوونکو سياستونو له وجې هغوی مرستو او خدماتو ته لاسرسی نه لري او همدا راز په عمومي ژوند کې له ګډونه هم بې برخې دي.

په روغتيايي برخه کې د بودجې کمښت

د روغتيا نړیوال سازمان هم په خپل راپور کې د افغانستان د روغتيا له برخې سره د مرستې کمښت ته اشاره کړې او د بودجې غوښتنه يې کړې.

دې سازمان ويلي چې د بودجې د سخت کمښت له وجې په ټوله کې په هيواد کې د ۲۰۲۳ کال له جنوري څخه تر ډسمبر پورې ۴۲۸ ثابت او سيار روغتيايي مرکزونه تړل شوي دي.

د دې سازمان په وينا، د بودجې د کمښت له وجې به په ټول هيواد کې ۳۱۰ روغتيايي مرکزونه د خدماتو له شديد کمښت او نه ملاتړ سره مخ شي.

د روغتيا نړیوال سازمان ويلي چې د روغتيايي مرکزونو تړل کېدو روغتيايي پاملرنو ته تر درې ميليون د زياتو وګړو پر لاسرسي بد اغېز کړی دی چې په دې کې ۶۰۰ زره تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومان او تر ۲۴۰ زره زياتې حاملې او شيدې ورکوونکې ښځې هم شاملې دي.

د دې سازمان په وينا، په افغانستان کې د بد روغتيايي کړکېچ له وجې ماشومان او ښځې اغېزمنېږي.

په دې راپور کې ويل شوي: «متأسفانه هره ورځ د مخنيوي وړ دلايلو له امله  ۲۴ ميندې او ۱۶۷ نوي زېږېدلي ماشومان مري.»

په افغانستان کې د روغتيا نړیوال سازمان ويلي چې د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو د ۴۲۳ کلي بودجې د بشپړوالي او لاسته راوړنو د خونديتوب لپاره اضافي ۳۵۲ ميليون ډالرو ته اړتيا لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه