اروپايي اتحاديې د روان ميلادي کال پر مهال له افغانستان سره د مرستې لپاره ۱۵۰ ميليون يورو ځانګړې کړې دي

اطلاعات روز: اروپايي اتحاديې اعلان کړی دی چې د روان ميلادي ۲۰۲۴ کال پر مهال يې په افغانستان کې بشري کړکېچ او په ايران او پاکستان کې د افغان کډوالو اړتياوو ته د رسيدګۍ لپاره ۱۵۰ ميليون يورو ځانګړې کړې دي.

د اروپايي اتحاديې د ملکيانو د خونديتوب او بشرپالو عملياتو د دفتر له لوري نن (دوشنبه، ۲۱ د غبرګولي) په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي چې په دې پيسو کې ۱۲۶ ميليون يورو به په افغانستان کې دننه لګېږي.

د دې اعلاميې له مخې، په پاکستان کې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو اړتياوو ته د رسيدګۍ لپاره تر ۱۱ ميليون يورو زياتې او همدا راز په ايران کې هم د افغان کډوالو اړتياوو ته د رسيدګۍ لپاره نژدې ۱۱ ميليون يورو ځانګړې شوې دي.

اروپايي اتحاديې ويلي چې په افغانستان کې دننه بشرپالي شريکان به يې په دې بشرپالو مرستو سره د متضررو ټولنو په ځانګړې توګه په صعب العبور سيمو کې د خلګو اړتياوې ځواب کړي.

دې اتحاديې زياته کړې چې مرستې به پر خوړو، سرپناه، روغتيايي پاملرنو او اوبو او روغتيايي خدماتو ته پر لاسرسي متمرکزې وي.

اروپايي اتحاديې همدا راز ويلي چې په بېړنيو وختونو کې د زده کړې لپاره يې هم ۱۴.۵ ميليون يورو په پام کې نيولې دي ځکه چې اته ميليون ماشومان زده کړو ته لاسرسی نه لري؛ په دې کې ۱.۴ ميليون نجونې هم شاملې دي چې ښوونځي ته له تللو محرومې دي.

دې اتحاديې ويلي چې د مرستو تر اوو ميليون زياتې يورو به په پاکستان کې د افغان کډوالو او کوربه ټولنو د اړتياوو لکه حقوقي مرستو ته پر لاسرسی، پر روغتيايي پاملرنو، خوړو او زده کړو مصرف شي او څلور ميليون نورې يې طبيعي افتونو ته ځانګړې کړې دي.

اروپايي اتحاديې ويلي چې په ايران کې يې اکثريت شاوخوا ۱۰.۲۵ ميليون يورو مرستې د افغان کډوالو او کوربه ټولنو د اړتياوو د ځوابولو لپاره ځانګړې کړې دي.

دې اتحاديې ټينګار کړی دی چې مرستې يې يوازې د هغو شريکانو له لوري رسول کېږي چې په سيمه کې کار کوي.

اروپايي اتحاديې د خپلو مرستو دا شميرې په داسې مهال کې شريکې کړې دي چې نن په بروکسل کې د نړيوالې ټولنې استازي په افغانستان کې د خوړو او روغتيا د کړکېچ په اړه خبرې کوي.

د اروپايي اتحاديې د کړکېچ د مديريت کميسارې يانز لينار چيچ ويلي چې اوس مهال په افغانستان کې له يوه تر ټولو بد بشري کړکېچ سره مخ دي.

همدا راز يې زياته کړې چې د دې هيواد ۵۰ سلنه وګړي بشرپالو مرستو ته اړتيا لري او ۸۵ سلنه نور وګړي له فقر سره مخ دي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو همغږي کوونکي دفتر (اوچا) اعلان کړی و چې د ۲۰۲۴ کال پر مهال به په افغانستان کې ۲۳.۷ ميليون وګړي بشرپالو مرستو ته اړتيا ولري.

دې بنسټ په هيواد کې تر وروستيو سيلابونو ورسته وويل چې دا سيلابونه به د اړمنو شمېر نور هم زيات کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه