د جرمني صدراعظم: هغه کسان او جنايتکاران چې تروريزم تاييدوي ودې شړل شي

Parlaments TV/bild.de

اطلاعات روز: د جرمني صدر اعظم اولاف شولز د دې هيواد په پارلمان کې ويلي چې غواړي جنايتکاران «که څه هم له سوريې او افغانستان څخه راغلي وي» وشړي. ده ويلي چې هر څوک تروريزم تاييدوي او يا يې ستايي، بايد له جرمني څخه وشړل شي.

د بيلد رسنۍ له راپور سره سم، د دې څرګندونو مطلب دادی چې دی د سوريې او افغانستان په څېر هيوادونو ته د جنایتکارانو د شړلو لپاره د خپل ګوند د ابتکار ملاتړ کوي.

دا څرګندونې تر هغه وروسته کېږي چې په دې وروستيو کې يوه افغان تبع د جرمني په مانهایم ښار کې د اسلام د منتقدينو پر يوه غونډه په چاقو بريد وکړ او له کبله يې يو پوليس ووژل شو او شپږ تنه نور ژوبل شول.

د دويچه وله انګليسي له راپور سره سم، شولز نن (پنجشنبه، ۱۷ د غبرګولي) د جرمني په پارلمان کې دې بريد ته په اشارې ويلي چې دې تراژيدۍ «زموږ د ټولو پر زړه وار کړی دی».

ده دا د انسان ضد ايډيالوژي بللې او ويلي يې دي: «راډيکال اسلام … تروريزم … غواړي چې له موږ زموږ ازادي واخلي. له دې ازاديو پرته موږ ډيموکراسي نه لرو.»

ده ويلي چې د داسې تاوتريخوالي په وړاندې بايد قوانين نور هم سخت شي او څوک چې پوليس وژني بايد په سخت ډول مجازات شي.

د جرمني په مانهايم کې د جمعې په ورځ تر بريد وروسته د دې هيواد چارواکو د کډوالو د ايستلو غوښتنه کړې ده.

د بيلد رسنۍ له راپور سره سم، د جرمني صدر اعظم نن د دې هيواد په پارلمان کې ويلي چې نه يوازې ترهګر بايد وويستل شي، بلکې څوک چې د ترهګريزو اقداماتو لمانځنه کوي يا هم هر هغه څوک چې تروريزم تاييدوي او يا يې ستايي بايد له جرمني څخه وشړل شي.

ده همدا راز ويلي چې کډوال د جرمنۍ ټولنې برخه دي، «موږ به اجازه ورنه کړو چې په خپله د تفرقې ښکار شو».

د سې‌شنبې په ورځ د جرمني د کورنيو چارو وزير نانسي فايزر وويل چې کوم کسان د جرمني د امنيت لپاره ګواښ ګڼل کېږي، بايد په چټکۍ سره وشړل شي او د دې په وينا افغانستان او سوريې ته هم لېږل کېدلای شي.

دې ويلي چې د جرمني امنيتي ګټې د هغو افرادو تر ګټو مهمې دي چې د دې سياست له وجې به اغېزمنېږي.

د جرمني رسنيو په وينا، دا چې جرمني په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره هيڅ ډول اړيکه نه لري، د دې هيواد له ګاونډيو هيوادونو سره مذاکرات کوي تر څو له جرمني شړل شوي کسان افغانستان ته انتقال کړي.

بيلد ليکلي چې د جرمني له کورنيو چارو وزارت څخه غوښتل شوي چې د پاکستان له حکومت سره يوې هوکړې ته ورسېږي تر څو وکولای شي چې افغان اتباع خپل هيواد ته ستانه کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه