ترکیه له افغانستان سره پر ډيپلوماټيکو پاسپورټونو د ويزې معافيت ختموي

unsplash

اطلاعات روز: ترکي رسنيو راپور ورکړی دی چې د دې هيواد حکومت له افغانستان سره پر ډیپلوماټيکو پاسپورټونو د ويزې د معافيت توافق‌ليک ځنډوي.

د «صباح» ورځپاڼې له راپور سره سم، د ترکيې حکومت نن (چهارشنبه، ۹ د غبرګولي) اعلان کړی دی چې دا توافق‌ليک د جون مياشتې له لومړۍ ورځې ځنډول کېږي.

د دې رسنۍ له راپور سره سم، دا توافق‌ليک د دواړو هيوادونو تر منځ د ۲۰۰۸ کال پر مهال لاسليک شوی و، خو د ترکيې دولت يې د ختمېدو علت نه دی ياد کړی.

د صباح ورځپاڼې په راپور کې ويل شوي چې دا توافق‌ليک افغانستان ته د ترکيې د کډوالۍ ادارې د يوه پلاوي تر سفر لږ وخت وروسته ختمېږي.

دې رسنۍ ويلي چې دې پلاوي د روانې زيږديزې مياشتې په لومړيو کې افغانستان ته سفر وکړ او ترکيې ته يې د افغان وګړو د غير قانوني کډوالۍ او د غير قانوني کډوالو او پناه غوښتونکو د ايستلو په تړاو خبرې وکړې.

پر افغانستان د طالبانو تر دويم ځل واکمنېدو وروسته د هيواد زرګونه وګړي، دولتي چارواکي او سياسي څېرې ترکيې ته کډوال شوي دي او یا هم په دې هيواد کې د پناه غوښتونکو په توګه ژوند کوي.

ترکيه له طالبانو سره هم په تعامل کې ده، په کابل کې يې خپل سفارت پرانيستی او په استانبول کې يې د افغانستان قونسلګري د دې ډلې استازي ته سپارلې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه