د ملګرو ملتونو د عمومي منشي وياند: له کوم بدلون پرته له طالبانو سره خپل تعامل ته دوام ورکوو

UN

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د عمومي منشي وياند سټيفان دوجاريک ويلي چې دا سازمان د افغانستان او طالبانو سره د اړيکو په تړاو خپل فعلی مسير ته دوام ورکوي، ځکه چې دا ډله «اوس مهال په افغانستان کې (ډي فاکټو) چارواکي دي».

ده دا څرګندونې د سې‌شنبې په ورځ (۸ د غبرګولي) د يوه خبري کانفرانس پر مهال د طالبانو په تړاو د روسي چارواکو د څرګندونو او د روسيې د ترهګرو ډلو له نوملړه د دې ډلې د احتمالي حذف په تړاو د پوښتنې په ځواب کې وکړې.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف په دې وروستيو کې ويلي چې طالبان په افغانستان کې «واقعي قدرت» دی په روسيه کې له بنديز سره د مخ ډلو له نوملړه د دې ډلې د نوم لیرې کول د «عيني واقعيت» څرګندونه ده.

د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف ويلي چې د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو د ليرې کولو په تړاو د دې هيواد ولسمشر ته وړانديز شوی دی.

په خپله پوتين په ازبيکستان کې د يوه خبري کانفرانس پر مهال ويلي چې له طالبانو سره اړيکې جوړول اړين دي، ځکه چې افغانستان د دې ډلې تر واک لاندې دی.

پوتين ويلي: «موږ بايد دا واقعیت ومنو او پر همدې اساس اړيکې ټينګې کړو.»

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي وياند د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا ګوتريش فکر کوي چې ايا د افغانستان له اوسنيو واکمنو چارواکو سره د اړيکو د مسير د تغيير وخت را رسېدلی دی، ويلي: «ګورئ، موږ د افغانستان په تړاو  همدې مسير ته دوام ورکوو چې له اوسنيو چارواکو سره تعامل دی، ځکه هغوی په افغانستان کې اوسني واکمن دي.»

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي وياند ويلي چې دا سازمان په دوامداره توګه د ښځو او نجونو د حقونو په تړاو پر طالبانو فشار راوړي.

ده زياته کړې چې ملګري ملتونه د افغانستان له هغو خلګو سره د بشرپالو مرستو لپاره هلې-ځلې کوي چې له کړاو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي وياند ويلي چې د هيوادونو استازي رابلل شوي تر څو د دوحې په ناسته کې ګډون وکړي او د ښځو او نجونو د بشري حقونو لومړيتوب ته په پام د افغانستان له وضعيت سره د نړۍ د چلند په تړاو د شفافيت او سازګارۍ پر را منځ ته کولو بحث وکړي.

د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو درېيمه غونډه به د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په کوربتوب په دوحه کې د روان لمريز کال د چنګاښ مياشتې پر ۱۰ او ۱۱ نېټو (د ۲۰۲۴ کال د جون پر ۳۰ او جولای پر لومړۍ نېټه) جوړه شي.

تر دې وړاندې سټيفان دوجاريک ويلي و چې د دې غونډې د جوړېدو موخه «په منسجمه، همغږې او ساختاري توګه له افغانستان سره د نړیوال تعامل زياتوالی» دی.

طالبانو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې، خو هغوی ظاهرا خپل ګډون مشروط کړی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه