طالبانو د هيواد په درو ولايتونو کې ۱۱ تنه په عام محضر کې په درو وهلي

Photo: supremecourt.gov.af

اطلاعات روز: د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی دی چې د «غلا» په تور يې اته تنه په نيمروز او دوه تنه پکتيکا او همدا راز يې يو تن د باميان په «شیبر» ولسوالۍ کې د «شراب څښلو» او «په کور کې د يوې بوشکې شرابو لرلو» له وجې په درو وهلي دي.

دې محکمې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې په نيمروز ولايت کې تورن کسان نن (سې‌شنبه، ۱ د غبرګولي) د دې ولايت د ښاري ابتدايي محکمې د جزا د دیوان له حکم سره سم په درو ووهل شول.

همدا راز د طالبانو سترې محکمې زياته کړې چې دا افراد له ۱۵ څخه تر ۳۰ درو وهل شوي دي.

دې محکمې په يوه بله اعلاميه کې ويلي چې دوه تنه نور يې هم په پکتيکا ولایت کې د غلا په تور په درو وهلي دي.

د دې محکمې په اعلاميه کې ويل شوي چې دا افراد يې د برمل ولسوالۍ د ابتدايي محکمې په امر هر يو ۳۰ درې وهلی دی او همدا راز يې په يوه کال تنفيذي زندان هم محکوم کړي دي.

همدا راز د طالبانو سترې محکمې ويلي چې يو تن د باميانو په شيبر ولسوالۍ کې د شراب څښلو او شراب ساتلو له امله د دې ولسوالۍ د ابتدايي محکمې له لوري ۳۹ درې وهل شوی دی.

د دې محکمې له امر سره سم، دا فرد هم په دوه کاله تنفيذي زندان محکوم شوی دی.

طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته بيا-بيا افراد په عام محضر کې په درو وهلي دي او همدا راز يې پنځه تنه په عام محضر کې اعدام کړي هم دي.

د بشري حقونو بنسټونه د تورنو اعدام او بدني مجازات د نړيوالو قوانينو او انساني کرامت خلاف بولي او د درېدو غوښتنه يې کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه