سيګار: د امريکا له مرستو څخه ۱۰.۹ ميليونه ډالر طالبانو ته ورکړل شوي

اطلاعات روز: د افغانستان د بيا رغونې لپاره د امريکا پلټونکې ادارې (سيګار) موندلې چې په افغانستان کې د متحده ايالاتو اجرايي شريکانو لږ تر لږه ۱۰.۹ ميليونه ډالر د طالبانو دولت ته ورکړي دي.

سيګار په يوه راپور کې ويلي، چې دا بودیجه د امريکا د ۳۸ شريکانو له لوري د ماليو، لګښتونو، ګمرکي عوارضو او د اوبو او برېښنا د لګښت په توګه د طالبانو حکومت ته ورکړل شوې.

د سيګار له راپور سره سم چې پرون دوشنبه (۳۱ د غويي) خپور شوی، په کې ويل شوي چې له دې پيسو څخه ۱۰.۴ ميليونه ډالر د مالياتو، ۳۴۶ زره او ۸۳۸ ډالر د اوبو او برېښنا د لګښتونو، ۱۷۶ زره او ۵۹۶ ډالر د لګښتونو او نهه زره او ۲۱۵ ډالر د ګمرکي عوارضو په توګه ورکړل شوي دي.

سيګار ويلي، چې کوم ۱۰.۹ ميليونه ډالر طالبانو ته ورکړل شوي د متحده ايالاتو له ټولو مرستو څخه يوازينی کسر دی چې د طالبانو لاسته رسېدلی، ځکه چې د متحده ايالاتو هغه شريکې ادارې چې د امريکا له لوري پيسې تر لاسه کوي، طالبانو ته د خپلو ورکړو لګښتونو شمير يې نه دی مشخص کړی.

د سيګار په وينا، د ۲۰۲۱ له اکټوبر څخه د ۲۰۲۳ کال تر سپټمبر مياشتې پورې ملګرو ملتونو د افغانسان لپاره امريکا متحده ايالاتو ۱.۶ ميليارد ډالره مرسته تر لاسه کړې چې په دې دوره کې له افغانستان سره د متحده ايالاتو د ټولو مرستو ۶۳ سلنه کېږي.

سيګار زياته کړې، چې ملګرو ملتونو د امريکا د بهرنيو چارو له وزارت او له نړيوالې پرمختيايي ادارې (يو ايس آی ډي) سره کومې هوکړې کړي، په هغو کې هيڅ داسي الزام نشته چې په افغانستان کې د متحده ايالاتو له بودیجې کوم ماليات، لګښتونه، عوارض يا خدمات ورکول کېږي، د هغو په اړه کلنی راپور ورکړي.

د سيګار په وينا، د ملګرو ملتونو ادارو سيګار ته ويلي، چې د ملګرو ملتونو د امتيازاتو له کنوانسيون او د ملګرو ملتونو له مصوونيت سره سم يې د مالياتو د معافيت له کبله هيڅ ډول ماليات، مزدوري يا هم د عوارضو لګښت نه دی ورکړی.

خو، سيګار زياته کړې، چې د ملګرو ملتونو بنسټونه د خپلو فعاليتونو د مخته وړلو لپاره فرعي قرارديانو استفاده کوي او دا قرارداديان اړ دي چې ماليات او لګښتونه ورکړي.

د سيګار له راپور سره سم، که تطبيقوونکي شريکان ماليات او لګښتونه ورنه کړي نو بانکي حسابونه او دفترونه يې تړل کېږي او جواز يې لغوه کېږي.

همدا راز سيګار زياته کړې، چې موندلې يې ده چې طالبانو د مرستو د منحرفولو، يا هم په غير دولتي سازمانونو کې د نفوذ او په فعاليتونو کې د مداخلې له لارې د تطبيقوونکو بنسټونو فعاليتونه له خنډ او ځنډ سره مخ کړي دي.

د سيګار د پوښتنپاڼې ۶۵ ځوابوونکو ويلي، چې د طالبانو تر مستقيم فشار لاندې راغلي تر څو د دوی طرح او برنامه تاييد او تطبيق کړي.

د سيګار له راپور سره سم، امکاناتو ته لاسرسی يا هم له سرچينو او نقليه وسایلو څخه استفاده، د طالبانو د تاييد وړ افرادو استخدامول، د طالبانو له لوري انتخاب شويو وګړو ته د مرستو او خوړو انتقال په مرستو کې د دې ډلې لاسوهنې بلل شوې دي.

د سيګار په وينا، پر شريکو تطبيقوونکو له مستقيم فشار پرته ځينو ځوابوونکو ويلي، چې طالبانو بيا-بيا د مالي مرستو د ترلاسه کولو په تړاو پوښتنه کړې او په دې لړ کې يې د غير دولتي سازمانونو د جوړولو په تړاو هم پلټنه کړې.

سيګار همدا راز په خپل راپور کې ويلي، چې امريکا له ۲۰۲۱ کال راهيسې چې طالبان واک ته رسېدلي د ۲۰۲۴ کال تر مارچ مياشتې پورې له افغانستان سره دوه ميليارد او ۸۰۱ ميليونه بشري او پرمختيايي مرسته کړې ده.

د سيګار په وينا، امريکا لاهم له افغانستان سره تر ټولو ستر مرسته کوونکی هيواد دی.

له دې سره-سره، د طالبانو له لوري د مرستو د انحراف او له هغو څخه د ناوړه ګټې اخيستنو په اړه راپورونه خپاره شوي دي.

د افغانستان د بيا رغونې په چارو کې د امريکا د پلټنې ادارې (سیګار) مشر جان سپکو ويلي و، چې د دې ادارې ارزونه ښيي چې طالبان د امريکا متحده ايالاتو پام وړ برخه مرسته منحرفوي او يا هم په خپله ګټه ترې اخلي.

يو څه وخت وړاندې د امريکا د سنا مجلس غړي مارکو روبيو يوه لايحه وړاندې کړې وه او په افغانستان کې له ملګرو ملتونو سره د امريکا د مرستې د درېدو غوښتنه يې کړې وه او ويلي يې و چې بايد ډاډ ترلاسه شي چې طالبان دې مرستو ته لاسرسی نه لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه