د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له مرستيالې سره د متقي ليدنه؛ «د دوحې د درېيمې غونډې اصلي موخه له نړۍ سره د طالبانو د اړيکو عادي کول دي»

Photo: @HafizZiaAhmad

اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وايي چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستيالې رزماري دي کارلو د دې وزارت له سرپرست په ليدنه کې ويلي چې د افغانستان په تړاو د دوحې د درېيمې غونډې اصلي موخه له نړۍ سره د طالبانو د اړيکو «عادي کول» دي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند حافظ ضيا احمد نن (يکشنبه، ۳۰ د غوايي) پر ايکس د يوې اعلاميې په خپرولو سره د اغلې ډي کارلو له خولې ويلي چې له ګاونډيو او د سيمې له هيوادونو سره د طالبانو اړيکې ښې دي او بايد له نورو هيوادونو سره هم په دوه اړخيزو اړيکو کې پرمختګ وشي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (يوناما) او د ملګرو ملتونو وياندويانو تر اوسه د دې څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښوولی.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستيالې ويلي چې د دوحې په درېيمه غونډه کې به پر مالي او بانکي مسايلو، له نشيي توکو سره پر مبارزې او د افغان بزګرانو لپاره پر بديل کښت او اقليمي بدلونو او پر افغانستان يې د اغېزو په اړه خبرې وشي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د اعلاميې پر اساس، اغلې ډي کارلو ويلي چې په دې غونډه کې به د هيوادونو او نړيوالو سازمانونو له استازو پرته د نړيوال بانک او د اسيايي پرمختيايي بانک استازي هم ګډون وکړي.

په دې اعلاميه کې راغلي چې اغلې ډي کارلو ويلي چې دا غواړي له طالبانو سره تعامل او د دواړو اړخونو د غوښتنې او اندېښنو په اړه واضحې خبرې او بحث وشي.

امير خان متقي په دې ليدنه کې ويلي چې طالبان د دوحې په درېيمه غونډه کې د «معنادار ګډون» غوښتونکي دي او د دوی يوازې تشريفاتي ګډون ګټور نه دی.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست همدا راز زياته کړې چې د افغانستان په اړه د دوحې د درېيمې غونډې په اړه هم بايد توافق وشي.

ده زياته کړې: «په درېيمه دوحه (د دوحې درېيمه غونډه) کې پر اساسي موضوعاتو بحث وشي، شته جوړښتونه تقويه شي، اضافي او تحميلي تمهيدات او تصميمات ونه نيول شي او حاشيوي او تشريفاتي مسايل له اصلي موضوعاتو څخه پاملرنه وانه ړوي.»

همدا راز متقي ويلي چې طالبان بايد په ملګرو ملتونو کې د «افغانستان د واقعي استازو» په توګه شتون ولري او په دې برخه کې خنډونه ليرې شي.

لا هم څرګنده نه ده چې د افغانستان په اړه په دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربتوب د هيوادونو د ځانګړو استازو غونډه څه وخت جوړېږي.

د دوحې دويمه غونډه چې د تېر لمريز کال په کب مياشت کې جوړه شوې وه، طالبانو پکې د معنادار او د افغانستان د رسمي استازو په توګه د ګډون غوښتنه کړې وه.

د طالبانو دا غوښتنه د ملګرو ملتونو له لوري ونه منل شوه او دې ډلې په غونډه کې له ګډونه ډډه وکړه.

په وروستيو درو کلونو کې له طالبانو سره د ملګرو ملتونو او يو شمېر هيوادونو پر تعامل پراخې نيوکې کېږي.

په افغانستان کې وګړي او سياسي ډلې له طالبانو سره د تعامل د درېدو غوښتنه کوي او وايي چې له دې ډلې سره بايد اړيکې عادي نشي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه