طالبان له پاکستاني نظامیانو سره له څو ورځنۍ جګړې وروسته په اوربند سلا شوي

اطلاعات روز: پاکستانۍ رسنيو د پاکستاني نظاميانو او د افغانستان د طالبانو ترمنځ د «اوربند» د پرېکړې په اړه خبر ورکړی دی.

طالبان او پاکستاني پوله ساتي له څو ورځو راهيسې د پکتيا ولايت پر پوله له يوه-بل سره په نښتو اخته دي.

د پاکستان ډان نيوز رسنۍ نن (يکشنبه، ۳۰ د غويي) ليکلي، چې د خيبرپښتونخوا پر پوله تر څلور ورځنۍ نښتې وروسته د قبايلو له مشرانو او د افغانستان او پاکستان له چارواکو جوړې جرګې د اوربند پرېکړه کړې ده.

د دې رسنۍ په وينا، د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته د جمعې په ورځ سخته شوه او له کبله يې په کرم کې خرلاڅې دروازې ته نږدې په کليو او ښارګوټو کې مېشت خلک بې ځايه شول.

ډان نيوز ليکلي، چې په دې سيمه کې اوربند شوی او تمه کېږي چې پوله به هم ژر پرانيستل شي.

قومي مشر جلال بنګښ ډان نيوز ته ويلي، چې په خرلاڅې سرحدي پوله کې دا جرګه جوړه شوې چې محلي مشران، روحانيون او د دواړو اړخونو چارواکي په کې وو.

ده زياته کړې: «په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې په سيمه کې د امنيت ساتنې په موخه د سولې مشترکه کمېټه جوړه شي.»

د ده په وينا، جرګې همدا راز پرېکړه کړې چې اختلافي مسايل باید په دوستانه توګه حل کړي.

د طالبانو او پاکستان چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

تېره اونۍ ځينو سرچينو اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې له پاکستاني لوري سره د طالبانو د نښتې لامل پر پوله د پاکستان له لوري د يوې امنيتي پوستې جوړول و.

سرچينو وويل، چې طالبانو د دې پوستې د چارو د مخنيوي په موخه پر پاکستاني لوري ډزې وکړې چې هغوی هم غبرګون وښود.

له پاکستاني نظاميانو سره د طالبانو د څو ورځنۍ شخړې له امله مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

ځايي سرچينو د جمعې په ورځ وويل، چې په ډنډپټان ولسوالۍ کې د پاکستاني لوري د درنو وسلو په ډزو کې څلور زده کوونکي وژل شوي دي.

د دې نښتې له امله د سيمې اوسېدونکي هم بې ځايه شوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه