په غور کې سيلاب؛ د سيمې اوسېدونکي: که مرستې پر وخت ونه رسېږي انساني ناورين به پېښ شي

اطلاعات روز: د غور په مرکز او څو ولسواليو کې د مرګوني سيلاب راوتلو له امله د دې ولايت اوسېدونکي خبر ورکوي چې که بشرپالې مرستې پر وخت سيلاب ځپلو ته ونه رسېږي، «لوی انساني ناورين» به پېښ شي.

په دې ولايت کې سېلاب ځپلي وايي چې سيلاب د دوی هر څه ترې وړي او په يوه ويرجن حالت کې ژوند کوي.

د غور د مرکز يوه اوسېدونکي عبدالواسع اجمل اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي چې له تېرې يوې شپې او ورځې راهيسې دوی نه د څښاک اوبه، نه خواړه او نه هم د ګرمېدو وسايل لري.

دی وايي چې که مرستندوی بنسټونه ژر تر ژره سيلاب ځپلو ته مرستې ونه رسوي، په دې ولايت کې به ناورين پېښ شي.

د غور ولايت يوه بل اوسېدونکي د هويت نه څرګندولو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي چې سيلاب يې کور په بشپړه توګه وران کړی او هر څه يې ترې وړي دي.

ده وويل: «نه د ګرمېدو لپاره کالي لرو او نه هم د خوراک لپاره اوبه او خواړه. څاوې له سيلابي اوبو ډکې دي. خوراکي توکي په کور کې تر اوبو لاندې شوي. د کورنۍ غړي مې په غرونو کې پاشل شوي دي. هيڅ سرپناه نشته.»

د غور دا اوسېدونکی وايي چې په دې ولايت کې ځايي طالب مسوولينو تر اوسه له سېلاب ځپلو سره هيڅ ډول مرسته نه ده کړې.

د غور د مرغاب ولسوالۍ يوه اوسېدونکي عبدالبصير يزدان اطلاعات روز ته ويلي چې د سېلاب له وجې د دې ولايت د «دره تخت»، «اسپرف»، «شورابه» او «فرمان» کليو ټول اوسېدونکي غرونو ته تللي دي.

دی وايي چې دا افراد له هر ډول امکاناتو پرته په غره کې ژوند کوي او خواړه، د څښاک اوبه او د ګرمېدو وسايل ورسره نشته.

د هوا له لارې د مرستې غوښتنه

د طالبانو ځايي مسوولين وايي چې د سېلاب د راوتلو له وجې د غور له مرکز سره ټولې مواصلاتي لارې او له هرات سره د دې ولايت لويه لار تړل شوي دي.

د مرغاب ولسوالۍ لپاره د طالبانو مرستيال ولسوال ميراقا مصلح ويلي چې د مواصلاتي لارو د تړل کېدو له وجې د ځمکې له لارې د مرستې رسولو شونتيا نشته او بايد د هوا له لارې مرسته ورسول شي.

ده ويلي: «خلګ په جنداب، دره تخت او اسپرف کليو کې غرونو ته ختلي دي. سېلاب پلچکونه او پلونه له منځه وړي. که د هوا له لارې خلګو ته اوبه او خواړه ونه رسول شي، ډېری هغه خلګ چې له سېلابه تښتېدلي له لوږې او يخنۍ به مړه شي.»

ده د هيواد په مرکز له طالب مسوولينو غوښتي چې د هوا له لارې دې سيلاب ځپلو ته د مرستې رسولو زمينه برابره کړي.

پرون د غور ولايت په مرکز فيروزکوه ښار او د دې ولايت په څو ولسواليو شهرک، تولک، دولینه او مرغاب کې سخت سيلابونه راووتل.

په غور کې د طالبانو د والي وياند عبدالواحد حماس اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل چې د دې سيلابونو له وجې لږ تر لږه ۵۰ تنه مړه دي او دوه زره او ۵۰۰ کورونه او ۵۰۰ دوکانونه په بشپړه توګه ويجاړ شوي دي.

ده زياته کړې چې په دې سيلابونو کې نور څلور زره کورونه زيانمن شوي دي.

تېره اونۍ هم د غور ولايت په مرغاب او چهارسدې ولسواليو کې سېلابونه راووتل او له امله يې سلګونه کورنه ويجاړ شول.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه