په باميانو کې پر بهرنيو سيلانيانو بريد ته غبرګونونه؛ يوناما: حيران او وېرېدلي يو

Social Media

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (يوناما) په باميانو کې پر بهرنيو سيلانيانو وسلوال بريد ترهګريز ګڼلی او ويلي يې دې چې د دې بريد له وجې سخت حيران او وېريدلي دي.

يوناما د دې بريد له قربانيانو سره خواخوږي ښوولې او ويلي يې دې چې هغوی ته د مرستې رسولو په حال کې دي.

پرون مازيګر (جمعه، ۲۸ د غوايي) د باميانو په مرکز کې پر بهرنيو سيلانيانو او د هغوی پر ملګرو وسلوال بريد وشو.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند عبدالمتين قانع نن (شنبه، ۲۹ د غوايي) په يوه خپاره کړي ويډيويي کليپ کې ويلي چې په دې بريد کې درې بهرني سيلانيان او درې افغانان وژل شوي دي.

ده پرون ويلي و چې درې بهرنيان او يو افغان وژل شوي دي. په باميانو کې د سرچينو له خولې، دوه افغان وګړي د ټپونو له امله مړه شوي دي.

د قانع په وينا، په وسلوال بريد کې څلور بهرني سيلانيان او درې افغان وګړي هم ژوبل شوي دي. ده ويلي چې ژوبل کسان د درملنې لپاره کابل ته لېږدول شوي دي.

درې وژل شوي سيلانيان او يو ژوبل کس د هسپانیا وګړي دي. له راپورونو سره سم، درې ژوبل کسان هم د ناروې، اسټراليا او لېتوانيا اتباع دي.

په بامیانو کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند محمد خواني رسا هم د دې قربانيانو د هويت په اړه جزييات خپاره کړي او ويلي يې دې چې په وژل شويو کې دوې ښځې او په ژوبلو کې هم دوې بهرنۍ ښځې دي.

په باميانو کې پر سيلانيانو بهرني او داخلي غبرګونونه راپارولي.

د پخواني حکومت د سولي د عالي شورا رييس عبدالله عبدالله په خپل غبرګون کې ويلي چې له نړيوالو قوانينو او د افغانستان د خلګو له منل شويو دودونو سره سم، د بهرنيو سيلانيانو او ملکي وګړو په نښه کول د غندنې وړ عمل دی.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم دا بريد ترهګريز بللی او غندلی يې دی.

ده د هسپانيا له خلګو، دولت او د قربانيانو له کورنيو سره غم‌شريکي کړې.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند ناصر کنعاني د باميانو بريد «ترهګريز اقدام» بللی او غندلی يې دی.

په کابل کې د جاپان سفارت هم ويلي چې په باميانو کې پرونی بريد سخت غندي چې له امله يې بهرني ملکي وګړي مړه او ژوبل شول.

دې سفارت د قربانيانو له کورنيو سره خواخوږي څرګنده کړې او ويلي يې دې چې سمدستې بايد تاوتريخوالی ختم کړل شي.

په افغانستان کې اروپايي استازولۍ هم د باميانو بريد سخت غندلی او د قربانيانو له کورنيو او خپلوانو سره يې خواخوږي ښوولې.

د افغانستان په چارو کې د امريکا ځانګړي استازي توماس ويسټ هم ايکس ليکلي چې متحده ايالات په باميانو کې د ډزو له امله چې افغان او بهرني وګړي پکې ووژل شول، سخت اغېزمن شوي.

د پروني وسلوال بريد مسوولیت تر اوسه چا او يا هم کومې ډلې نه دی منلی.

د طالبانو کورنيو چارو وزارت تېره ورځ اعلان وکړ چې د دې بريد په تړاو يې څلور شکمن کسان نيولي او څیړنې روانې دي.

دې وزارت تر اوسه د نيول شويو کسانو د هويت او د پلټنې د موندنو په اړه څه نه دې ويلي.

د طالبانو تر واکمنۍ وروسته دا د افغانستان په يوه مهم سياحتي ښار کې پر بهرنيو سيلانيانو تر ټولو جدي بريد و.

په داسې حال کې چې له څه کم درو کلونو راهيسې د افغانستان پر وګړو بريدونه کېږي، خو بيا هم طالبان ادعا کوي چې په افغانستان کې سرتاسري امنيت راغلی دی.

په افغانستان کې پر ملکي وګړو د اکثريت بريدونو پړه داعش ډله مني.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه