په غور کې مرګوني سیلابونه؛ لږ تر لږه ۵۰ تنه مړه او یو شمېر لادرکه دي

photo: sent to etilaatroz

اطلاعات روز: په غور کې ځايي طالب چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې سېلابونو لږ تر لږه ۵۰ کسان مړه کړي او ترڅنګ یې خلکو ته ستر مالي زیانونه یې اړولي دي.

په غور کې د طالبانو د والي ویاند عبدالواحد حماس نن (شنبه، ۲۹ د غویي) سهار اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د تلفاتو د زیاتوالي احتمال شته ځکه چې لاهم یو شمېر کسان لادرکه دي.

هغه زياته کړه، چې پرون جمعه (۲۸ د غویي) سېلابونو په فيروزکوه ښار او دولینه، تولک، شهرک او مرغاب ولسوالیو کې درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

نوموړی زیاتوي، چې تر اوسه پورې د استوګنې دوه زره کورونه او۲۵۰۰ دوکانونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او همدارنګه ۴۰۰ نور کورونه زیانمن شوي دي.

د هغه په ​​وينا، ۱۰۰۰ څاروي هم له منځه تللي دي.

حماس وویل، چې سیلابونه د سلګونو هکتاره ځمکې، پلونو او سړکونو د ویجاړیدو لامل شوي دي.

د هغه په ​​وينا، دا مهال د غور د ولسواليو مواصلاتي لارې او د غور- هرات لويه لاره تړلې ده.

د د ه په خبره، چې خلک بیړنۍ همکارۍ ته سخته اړتیا لري او زیانمنې شوې کورنۍ د خوراک لپاره سرپناه او خواړه نه لري.

په غور کې د طالبانو د امنیې قومنداني هم ویلي، چې سیلابونو تر ټولو زیات زیان د فیروزکوه ښار په سویل لوري کې کورونو ته اړولی دی.

د دې قومندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي، چې سیلابونو د فیروزکوه ښار په جر کندیوال، تسرغي، پوزه ‌لیج، زرتلې، شیخانو دره، فامیلیان او شاوخوا سیمو کې زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه، کورونه، مدرسې او ښوونځي په بشپړه توګه ویجاړ کړي دي.

خپرپاڼه زیاتوي، چې فیروزکوه ښار کې د سلګونه هټیو مالونه هم سیلابي اوبو لاندې کړي دي.

په خواله رسنیو کې په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي چې سېلابونه هټیو او د خرڅلاو مرکزونو ته ننوتلي او خلک هڅه کوي چې له هټیو دننه مالونه را وباسي.

د لعل او سرجنګل ولسوالۍ څخه بیا ځايي سرچينې تاييدوي، چې سېلابونو تېره شپه او ورځ د دې ولسوالۍ په پورته او ښکته ګرماب، قزل، صاحب ‌اختیار او د سرجنګ په يو شمېر نورو کليو کې سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه کړې ده.

په غور کې د سېلاب له امله د اوښتې مرګ ژوبلې کره شمېرې تر اوسه نه دې معلومې شوي.

تېره اوونۍ هم سېلابونو په شمالي ولايتونو کې درانه ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

د شمېرو له مخې یوازې په بغلان ولایت کې له ۳۰۰ ډېر کسان مړه شوي او زرګونه کورونه ویجاړ شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه