ننګرهار کې پر کروندو د ملخانو یرغل زيانونه اړولي

اطلاعات روز

اطلاعات روز: د ننګرهار په ښيوې، کامې او کوز کونړ ولسواليو کې کروندګر وایې چې ملخانو د دوی پر شنو فصلونو یرغل کړی او زیانمن کړي يې دي.

د ښېوې ولسوالۍ یو کروندګر «محمد جمیل» اطلاعات روز ته ويلي چې یوه اونۍ کیږي چې له نامعلوم لوري ملخانو د دې ولسوالۍ پر فصلونو یرغل کړی او د کروندګرو غنم، تازه سبزي او هندواڼې یې زیانمنې کړي دي.

محمد جمیل زیاتوي: «اوونۍ کیږي چې ملخان پیدا شوي په خېوې ولسوالۍ کې دلته د غنمو لو هم پیل شوی، نو دومره زیات ملخان دي چې لو ترې هم نشې کېدلای او دغه راز ملخانو تازه سبزجات لکه بینډۍ، لوبیا، فاصله، مارو او نوره ترکاري یې خرابه کړې او که مخنیوی ونشي نو دا ورځ تر بلې زیاتیږي.»

کروندګر د اندېښنې په څرګندولو سره وایي، که مسولې ادارې په دغه ولسوالي کې د ملخانو د مخنیوي لپاره درمل ونه شیندي، دغه ملخان به د دې ولایت نورو ولسواليو هم مخه وکړي او د کروندګرو شنه فصلونه به له منځه یوسي.

د کامې ولسوالۍ کروندګر هلال هم ورته شکایت کوي چې په دې ولسوالۍ کې له وروستیو بارانونو او سیلابونو وروسته یو ډول لښکري ملخان پیدا شوي او په ځینو سیمو کې یې د خلکو فصلونه تخریب کړي دي.

بل لور ته د ننګرهار د کرنې ریاست لپاره د طالبانو رییس مولوي عبدالستار محمد هم د دې ولایت په ځینو ولسوالیو کې پر شنو فصلونو د ملخانو مسلط کیدل مني.

نوموړي زياته کړې: « د ننګرهار د کرنې رياست له لورې د لښکري ملخانو د تثبیت او مخنیوی په موخه په ټولو ولسوالیو کې د لښکري ملخانو تثبیت او مخنیوي کمپاین پیل شوی دی، اوسمهال د کوز کونړ ولسوالۍ د ګمبیري په سیمه کې په ډېره کچه او د بهسودو بهراباد سیمه کې په کمه کچه ملخان لیدل شوي او ډېر ژر به یې مخنیوی وشي.»

د کرنې ریاست لپاره د طالبانو مسوولين زياتوي چې د دوا شیندلو یاد کمپاین به ټولو هغو سیمو ته وغځوي چې د ملخانو تر یرغل لاندې دي او یا ورته ګواښ متوجه دی.

تر دې وړاندې هم د هیواد په یو شمیر نورو ولایتونو کې لښکري ملخانو د خلکو پر بڼونو او فصلونو یرغل کړی و او له منځه یې وړي وو.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه