ننګرهار کې ملي امنیت د داعشیانو چاودنو مسوول او د انسان تښتوونکو ډله نیولی

اطلاعات روز: ننګرهار کې ملي امنیت د داعش ډلې د چاودنو د مسوول په ګډون د انسان تښتوونکو د ګروپ درې غړي نیولي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (یکشنبه، ۱۰ د کب) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د ملي امنیت اړوند «صفر دوه قطعې» تېره شپه د ننګرهار ولایت چپرهار ولسوالۍ شولاني سیمه کې ځانګړي شپني عملیات ترسره کړي.

د ښاغلي خوږیاڼي په وینا، په دغو عملیاتو کې یې د داعش ډلې هغه غړی نیولی چې جلال اباد ښار کې د چاودنو مسوول و.

خوږیاڼي وایې، نیول شوي کس د یادې دندې ترڅنګ د ټپي شویو داعش وسله والو انتقال، ماین جوړولو او لېږدولو په برخه کې هم فعالیت کاوه.

خوږیاڼی زیاتوي: «تېره شپه د ملي امنیت ځواکونو په چپرهار ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال د داعش ډلې هغه غړی نیولی چې جلال اباد ښار کې یې د چاودنو مسوولیت درلود.»

داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

خوږیاڼي همداراز زیاتوي په ورته مهال د ملي امنیت ځواکونو په جلال اباد ښار او بټي کوټ ولسوالۍ کې د انسان تښتونکو د ګروپ دوه غړي نیولي دي.

د هغه په خبره چې نیول شوي کسان «ګلون» د شیرزادو ولسوالۍ او «شکرالله» د بټي کوټ ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي دي.  

خوږیاڼی زیاتوي چې ګلون نومي به مسوولينو، سوداګرو، پانګوالو او نورو ته د ټیلیفون په وسيله د داعش له ادرسه ګواښونه کول او ترې يې پيسې غوښتې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه