په بدخشان کې لاريونونه؛ طالبانو په ارګو ولسوالۍ کې ۵۰ تنه لاريونوال نيولي

اطلاعات روز: په بدخشان کې ځايي سرچينې وايي چې طالبانو د دې ولايت په «ارګو» ولسوالۍ کې ۵۰ تنه لاريونوال نيولي او فيض اباد ښار ته يې وړي دي.

د سرچينو په وينا، طالب ځواکونه نن (دوشنبه، ۲۴ د غوايي) تر لاريون وروسته په نظامي چورلکو کې د ارګو ولسوالۍ «برلاس» کلي ته تللي او لاريونوال يې نيولي دي.

سرچينې وايي چې تر اوسه د دې افرادو د برخليک په اړه معلومات نشته.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، طالبانو په ارګو ولسوالۍ کې د خلګو د لاريون پر مهال د مخابراتي شبکو فعاليت هم ځنډولی و.

په بدخشان کې د طالبانو د «۲۱۹ فرقې» رسنيز دفتر د يو شمېر لاريونوالو نيول منلي، خو نه يې دې ويلي چې څومره شمېر کسان يې نيولي.

د دې فرقې په اعلاميه کې راغلي چې د ارګو ولسوالۍ د برلاس کلي اوسېدونکو د يو شمېر «استفاده جو» خلګو په لمسون لاريونونه وکړل او غوښتل يې د تارياکو د تخريب مخه ونيسي.

د طالبانو د دې فرقې ريیس ارکان محبوب الله حامد ويلي چې له دې افرادو څخه «يو څو» يې نيول شوي او په ارګو ولسوالۍ کې د تارياکو د تخريب بهير روان دی.

تر دې وړاندې ځايي سرچينو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي وو چې له نشيي توکو سره د طالبانو د مبارزې ځواکونه د بدخشان د ارګو ولسوالۍ په برلاس کلي کې د تارياکو د تخريب پر مهال له خلګو سره نښتي او پر هغوی يې ډزې کړې دي.

سرچينو ويلي وو چې د طالب ځواکونو د ډزو له امله درې تنه وژل شوي او پنځه نور ژوبل شوي دي.

د سرچينو په وينا، د دې افرادو تر وژل کېدو او ژوبلېدو وروسته د سيمې اوسېدونکو د طالبانو پر خلاف لاريونونه وکړل.

اطلاعات روز ته په رسېدلو ويډيوګانو کې ليدل کېږي چې طالب ځواکونه پر لاريونوالو هم ډزې کوي.

تېره اونۍ هم طالب ځواکونه د تارياکو د کښتونو د تخريب پر مهال د ارګو په «ګنده چشمه» کلي او درايم ولسوالۍ کې له سيمه‌ييزو خلګو سره په شخړه اوښتي وو او پر هغوی يې ډزې کړې وې.

ځايي سرچينو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي وو چې په درايم ولسوالۍ کې د طالبانو د ډزو له امله يو تن وژل شوی او په ارګو ولسوالۍ کې هم يو نفر وژل شوی و او پنځه نور ژوبل وو.

د دې افرادو تر وژل کېدو وروسته د دې دوو ولسواليو اوسېدونکو د طالبانو پر خلاف لاريونونه وکړل او «پر امارت د مرګ» شعارونه يې ورکړل.

تر دې لاريونونو وروسته طالبانو د خپل پوځ د لوی درستيز فصيح الدين فطرت په مشرۍ يو پلاوی بدخشان ته ولېږه او اعلان يې وکړ چې له لاريونوالو سره هوکړه شوې او د هغوی ستونزې حل کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه