د خوړو نړیوال پروګرام: په بغلان کې سیلابونو تر ۳۰۰ ډېر کسان مړه کړي

انځور: خواله رسنۍ

اطلاعات روز: د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې په بغلان ولایت کې سېلابونو تر ۳۰۰ ډېر کسان مړه او ۱۰۰۰ کورونه یې ویجاړ کړي دي.

دغې ادارې نن (شنبه، ۲۲ د غویي) پر ایکس په خپله پاڼه د دغه شمیرو په اعلانولو سره ویلي، چې دا مهال سیلاب ځپلو ته «غني شوي بیسکویټ» ویشي.

تردې وړاندې په بغلان کې ولسي سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي وو، چې سیلابونو یوازې د دغه ولایت په مرکزي بغلان او برکه ولسوالیو کې د ۲۵۰ کسانو ژوند اخیستی دی.

دغه راز د کډوالۍ نړیوال سازمان مسوولینو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي، چې په دغه ولایت کې د سیلابونو له کبله د مړو شمیر تر ۲۰۰ اوښتی دی.

بغلان کې د سیمه ییزو سرچینو په وینا، سېلابونو تر ټولو ډېر تلفات او زیانونه په مرکزي بغلان او برکه ولسوالیو کې اړولي دي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، دا مهال ترانسپورټي لارې بندې دي او يوازې د طالبانو چورلکې له هوا څخه خلکو ته خوراکي توکي غورځوي.

د مرکزي بغلان ولسوالۍ اوسېدونکي هم وايي، چې راوتلو سېلابونو د «شیخ جلال»، «چاه آبی‌ها»، «لقی‌ها» او «نوآباد کندهاریان» سيمو کې ډېر زيانونه اړولي دي.

د دغو دوو ولسوالیو اوسېدونکي وايي، چې دوی خپل هرڅه یې له لاسه ورکړی او په عاجله توګه مرستې او سرپناه ته اړتیا لري.

له پرون راهیسې د بغلان په مرکز پلخمري ښار، ډنډغوري او ګذرګاه نور په ولسوالیو کې هم سیلابونو تلفات او زیانونه اړولي دي؛ خو تر دې دمه کره شمیرې په لاس نشته دي.

په تخار، بدخشان، سمنګان، هرات او غور ولایتونو کې هم سیلابونو خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د طالبانو ځایي مسوولینو تراوسه د سیلابونو د تلفاتو په اړه شمیرې نه دي خپرې کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه