بغلان کې د سیلاب ناورین؛ ولسي سرچینې: د تلفاتو شمېر ۲۵۰ تنو ته رسېدلی

Social Media

اطلاعات روز: په بغلان ولایت کې ولسي سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۲۵۰ تنو ته رسېدلی دی.

د دغو سرچینو د معلوماتو له مخې، د لومړنیو شمېرو له مخې ۱۵۰ تنه په برکه ولسوالۍ کې او ۱۰۰ تنه نور په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې مړه شوي دي. سرچينو په دغو دوو ولسواليو کې د سېلاب له امله د ټپیانو شمیر ٢٥٠ تنه اټکل کړى دى. د سرچينو په وينا، د مرګ ژوبلې د زياتېدو احتمال شته دی.

په بغلان کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو او په کابل کې د دې ډلې مرکزي حکومت تر اوسه په بغلان کې د سېلابونو د تلفاتو عمومي شمېرې نه دي ورکړي. بغلان کې د طالبانو د طبیعي پیښو سره د مبارزې ریاست تېره شپه د ۵۰ تنو مړه کیدل تایید کړي وو.

بغلان کې د سیمه ییزو سرچینو په وینا، سېلابونو تر ټولو ډېر تلفات او زیانونه په مرکزي بغلان او برکه ولسوالیو کې اړولي دي.

د برکې ولسوالۍ د اوسېدونکو په وینا، د یو شمېر کورنیو له ۱۲ څخه تر ۱۴ پورې کسان مړه شوي دي.

د برکه ولسوالۍ مرکزي کلي او «فالول» سیمې تر ټولو زیات زیانمن شوي دي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، دا مهال ترانسپورټي لارې بندې دي او يوازې د طالبانو چورلکې له هوا څخه خلکو ته خوراکي توکي غورځوي.

د مرکزي بغلان ولسوالۍ اوسېدونکي هم وايي، چې راوتلو سېلابونو د «شیخ جلال»، «چاه آبی‌ها»، «لقی‌ها» او «نوآباد کندهاریان» سيمو کې ډېر زيانونه اړولي دي.

د دغو دوو ولسوالیو اوسېدونکي وايي، چې دوی خپل هرڅه یې له لاسه ورکړی او په عاجله توګه مرستې او سرپناه ته اړتیا لري.

له پرون راهیسې د بغلان په مرکز پلخمري ښار، ډنډغوري او ګذرګاه نور په ولسوالیو کې هم سیلابونو تلفات او زیانونه اړولي دي؛ خو تر دې دمه شمیرې په لاس نشته دي.

په تخار، بدخشان، سمنګان، هرات او غور ولایتونو کې هم سیلابونو خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

پیښو سره د مبارزې په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سیلابونو له امله د اوښتو تلفاتو او زیانونو په اړه معلومات نه دي ورکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه