د جمعيت اسلامي ګوند: په بدخشان کې د لاريونونو يوازينی لامل د طالبانو ظلم او تبعيض دی

اطلاعات روز: د صلاح الدين رباني په مشرۍ د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند په بدخشان کې د طالبانو پر خلاف لاريونونو ته په غبرګون کې ويلي، چې د دې لاريونونو او اعتراضاتو يوازينی لامل «د قوميت پر اساس ظلم، ستم او تبعيضونه دي.»

د دې ګوند اعلاميه چې نن (يکشنبه، ۱۶ د غويي) پر ايکس خپره شوې، په کې ليکل شوي چې «د طالبانو له لوري د بدخشان ولايت پر خلکو تعرض، د هغوی وژنه او له سپکاوي ډکه ځپنه په کلکو ټکو غندي».

د دې ګوند په اعلاميه کې راغلي: «د بدخشان وګړي او د افغانستان ټول خلک پوهېږي چې د طالبانو ډله له مستبدانه او ځانغوښتونکو کړو پرته د افغانستان د عزتمنو خلکو پر وړاندې بل هيڅ شرعي او د خير غوښتنې اراده نه لري او د يوې غير مسوولې نيابتي ډلې په توګه يې افغانستان يرغمل کړی او کړه يې صرف ترهګريز دي.»

جمعیت اسلامي افغانستان ګوند په بدخشان کې ځايي طالبانو ته ويلي، چې له دې ډلې سره همکاري «ضمير پلورنه او خيانت دی او بدخشانيان به هيڅکله هم داسې خيانت هير نه کړي».

دې ګوند زياته کړې: «د نورو د پاروونکو هدفونو د ترلاسه کېدو په لړ کې بايد د دې باطلې جګړې سون توکي نه شئ او د هغوی په نيابت بايد د خپلو خلکو پر وړاندې د دښمنۍ وسله وانخلئ او نه بايد اجازه ورکړئ چې د هغوی پر ارزښتونو، باورونو، کلتور او حيثیت تېری وشي.»

د دوو وروستيو ورځو پر مهال د بدخشان په «درایم» او «ارګو» ولسواليو کې د «طالبانو د ډزو له امله» د دوو ملکي وګړو تر وژل کېدو وروسته، په دې ولسوالیو کې د طالبانو پر خلاف پراخ لاريونونه وشول.

ځايي سرچينو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي، چې کله په دې دوو ولسوالیو کې ځايي خلکو د تارياکو د کښت د تخريب مخه ونيوله، د طالبانو له نشه يي توکو سره د مبارزې قطعې پر هغوی ډزې وکړې چې له کبله يې په درایم ولسوالۍ کې يو تن ووژل شو او همدا راز په ارګو ولسوالۍ کې هم يو تن مړ او پنځه تنه ژوبل شوي دي.

د سرچينو له خولې، په دواړو ولسوالیو کې د طالب ځواکونو تر ډزو او د ملکي خلکو تر وژل کېدو وروسته، ځايي خلکو اعتراضونه وکړل او «مرګ پر امارت» شعار يې ورکاوه.

طالبانو د خپل پوځ د لوی درستيز فصيح الدين فطرت په مشرۍ يو پلاوی ګمارلی تر څو دا لاريونونه وارزوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه