د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ؛ يوناما د افغان خبريالانو د ملاتړ او خونديتوب غوښتنه کړې

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (يوناما) د افغانستان د «خبريالانو د درناوي، جدي ملاتړ او خونديتوب» غوښتنه کړې.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې رزا اوتنبايوا نن (جمعه، ۱۴ د غوايي) د رسنيو د ازادۍ د نړيوالې ورځې په مناسبت د افغانستان د خبريالانو درناوی کړی او ويلي يې دې چې دا خبريالان له زياتو خطرونو سره-سره د هيواد خلګو ته د دقيقو معلوماتو رسولو لپاره نهايي هڅه کوي.

اوتنبايوا زياته کړې: «د دوی کار د يوه اګاه، پرمختللي او مرفه ملت لپاره ضروري او د زده کړو، چاپېريال، روغتيا، اقتصاد او ښې حکومتولۍ په څېر مهمو برخو کې د ټولو افغانانو لپاره حياتي دی. د دوی زړورتيا د ستاينې وړ ده او دا اتلان (خبريالان) بايد وهڅول شي او ملاتړ او خونديتوب يې وشي.»

طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته د دې هيواد پر رسنيو سخت محدوديتونه لګولي دي. دې ډلې بيا – بيا خبريالان ګواښلي او زنداني کړي دي.

د افغانستان د خبريالانو مرکز وايي چې د وروستي يوه کال پر مهال يې د رسنيزو او خبريالانو د ازادۍ د نقض ۱۳۶ پېښې ثبت کړې دي چې په دې کې د طالبانو له لوري ۷۳ پېښې د ګواښ او ۷۴ د خبريالانو د زنداني کولو پېښې دي.

د طالبانو محدوديتونو او ځپنې ښځينه  خبريالانې زياتې اغېزمنې کړې دي.

د ملګرو ملتونو ښځينه برخې د رسنيو د ازادۍ په نړيواله ورځ ويلي چې په افغانستان کې ۸۰ سلنه ښځې د بنديزونو، ځورونې او ويرونې له کبله اړې شوې دي چې له کاره لاس واخلي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه