خليلزاد: بايډن له افغانستانه د مشروط وتلو وړانديز ونه مانه

Jeyhun Alekperov/ caspiannews

اطلاعات روز: د افغانستان د سولې په چارو کې د امريکا پخواني ځانګړي استازي د دې هيواد د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو کميټې ته ويلي، چې د امريکا ولسمشر جوبايډن له افغانستانه د مشروط وتلو وړانديز ونه مانه.

د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو کميټې تېره شپه (چهارشنبه، ۱۲ د غويي) له افغانستانه د امريکا د وتلو په اړه له ښاغلي خليلزاد سره د ترسره شوې مرکې لنډيز خپور کړی دی.

خليلزاد د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو کميټې ته ويلي، چې ده او د دې هيواد د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن د دوحې د توافق‌ليک د عملي کولو لپاره د يوې مشروطې تګلارې وړانديز کړی و، خو د بايډن په حکومت کې نورو چارواکو دا سپارښتنه له دې امله رد کړه چې طالبان ښايي پر امريکايي ځواکونو بيرته بريدونه پېل کړي.

د امريکا د استازو د مجلس د بهرنيو اړيکو کميټې ويلي، چې ښاغلي خليلزاد او انټوني بلينکن اخر هم د بايډن نظر منلی چې له افغانستانه يې بې قيد او شرطه وتل غوښتل.

دې کميټې د ښاغلي خليلزاد په وينا ليکلي: «ما او وزير بلينکن د مشروط والي وړانديز وکړ. دا زما قضاوت دی. ښايي مشروط والی به عاقلانه کار وای، خو تر دې وروسته ځواب دا و چې ايا کولای شئ مقابل اړخ (طالبان) چمتو کړئ چې بيرته جنګ پېل نه کړي؟»

د هغه متن پر اساس چې د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو کميټې خپور کړی، زلمي خليلزاد ويلي، چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو د پېلولو لپاره لومړنی ګام د بارک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال اخيستل شوی دی.

ده زياته کړې چې د ډونالډ ټرمپ تر ولسمشر کېدو يو کال وړاندې يې د طالبانو له اوسني دفاع وزير ملا يعقوب څخه ليک تر لاسه کړی و او په کې ويل شوي و، چې اوسنی وضعيت نظامي حل نه لري او دوی د حل لارې په لټه دي.

خليلزاد ويلي، چې د ډونالډ ټرمپ د دورې پر مهال له طالبانو سره په مذاکراتو کې درې لومړيتوبونه ورکړل شوي وو؛ د داسې توافق په اړه مذاکرات چې د امريکا د خوندي او منظم وتلو شونتيا برابره کړي، دا ډاډ چې افغانستان به د ترهګرو په خوندي پټنځای نه بدلېږي او د بين الافغاني خبرو اړتيا.

ده اعتراف کړی چې توافق ته د رسېدو او باور رامنځته کېدو لپاره يې د ۲۰۲۰ په دوبي کې د افغانستان پر پخواني حکومت د طالب زندانيانو د خوشې کولو لپاره فشار راوړی دی.

خليلزاد زياته کړې، چې د افغانستان دولت د زندانيانو له خوشې کېدو سره ستونزه نه درلوده، خو د يو شمېر طالب زندانیانو له خوشې کېدو سره مخالف و.

د افغانستان د سولې په چارو کې د امريکا پخواني استازي همدا راز ويلي، چې د ۲۰۲۱ کال په اپريل کې د جوبايډن له لوري له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو په تړاو اعلان د افغان ځواکونو پر روحيې منفي اغېز وکړ او د جګړې په ډګر کې يې انډول بدل کړ.

خليلزاد د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو کميټې ته ويلي، چې هيچا هم نه ده ارزولې چې طالبان د دوحې توافق‌ليک ته ژمن دي او کنه.

ده د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا د طالبانو له لوري فريب ورکړل شوی او کنه، وويل: «نه، نه پوهېږم. په عموم کې هيڅوک رښتني نه دي خو موږ او دوی مذاکرات وکړل. يو لړ ژمنې يې وکړې او يو لړ ژمنې موږ وکړې. توافق مشروط و. موږ په اخر کې پر هغوی شرایط کېنښودل.»

د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو کميټه له څو مياشتو راهيسې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو بهير ارزوي او په دې لړ کې يې د دې هيواد د بهرنيو چارو وزارت له بېلابېلو چارواکو غوښتي چې شاهدي ورکړي.

دې کميټې تر اوسه د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له چارواکو سره له افغانستانه د وتلو په تړاو پنځه مرکې په ليکلې بڼه خپرې کړې دي.

د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې رييس مايکل مک کال بيا – بيا له افغانستانه د وتلو په تړاو د بايډن پر پرېکړه نيوکه کړې او له طالبانو سره د دې هيواد د تعامل په تړاو یې پوښتنې راپورته کړې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه