د امريکا د بهرنیو چارو وزارت: د خپلو ګټو په خاطر له طالبانو سره تعامل کوو

hoto via US Department of state

اطلاعات روز: د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستیال وياند ودانت پاټېل ویلي، چې دا هيواد د خپلو ګټو د ساتنې په خاطر له طالبانو سره تعامل کوي.

نوموړي د سې‌شنبې په ورځ (۱۱ د غويي) په يوه خبري غونډه کې ویلي: «کله چې له طالبانو سره زموږ د تعامل نوبت راځي او دا د متحده ايالاتو په ګټه وي، نو دا کار کوو. دا نه يوازې د متحده ايالاتو د ملي ګټو د ساتنې لپاره بهترينه لاره ده بلکې د افغانستان د خلکو ملاتړ دی.»

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند زياته کړې، چې له طالبانو سره د امريکا تعامل دا شونتيا برابروي چې له دې ډلې سره مستقيمې خبرې وکړي او امريکا ته دا فرصت ورکوي چې په افغانستان کې د دې هيواد کوم وګړي زنداني دي، د هغوی د ژر خلاصېدو لپاره فشار ته دوام ورکړي.

ده ويلي: «موږ به همدا راز له دې فرصتونو څخه استفاده وکړو چې له تروريزم سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو د تعهداتو په تړاو له هغوی سره مستقيمې خبرې وکړو او بشري حقونه هم په اجنډا کې شته دي.»

له تروريزم سره مبارزه او د بشري حقونو درناوی هغه شرایط دي چې امريکايي چارواکي تل ټينګار کوي چې طالبان يې بايد عملي کړي.

اوس مهال هم په افغانستان کې ترهګريز بريدونه روان دي او دا هيواد د ترهګرو ډلو ځاله ګڼل کېږي.

په وروستي بريد کې د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې پر هزاره او شيعه لمونځ کوونکو ډزې وشوې او شپږ تنه يې ووژل. د دې بريد مسووليت داعش ډلې منلی دی.

د بشري حقونو په برخه کې هم د افغانستان وضعيت وخيم ګڼل کېږي. اوس مهال د دې هيواد نيم نفوس له کار، زده کړو او بنسټيزو ازاديو څخه بې برخې دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه