د پاکستان انلاین ویزې؛ خلک: د یوې ویزې لپاره سوونه ډالر ورکوو

photo: Pakistan embassy Afghanistan

پاکستان ته تلوونکي افغانان شکایت کوي، چې د دغه هیواد د ویزې ترلاسه کولو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او دا چاره ورځ تربلې سختیږي.

د خلکو په خبره چې د پاکستان ویزې د ترلاسه کولو لپاره میاشتې میاشتې په تمه پاتې کېږي، خو بیا یې هم غوښتنه ردیږي او مجبوریږي چې د یوې ویزې لپاره ډیرې پیسې ورکړي.

د ننګرهار اوسیدونکی مجیب الرحمن وايي، یو نیم کال کېږي چې د پاکستان ویزې ته یې څو ځلې په انلاین ډول نوملیکنه کړې، خو هر ځلې له کوم دلیل پرته یې ویزه رد شوې او تر اوسه د ویزې په ترلاسه کولو نه‌ دی بریالی شوی.

دی وایي، مربوطه سیاحتي شرکت ترې په هر وار د ویزې لپاره د نوملیکنې په بدل کې ٢٠٠٠ افغانۍ اخیستي دي.

نوموړی غوښتنه کوي د پاکستان حکومت دې عامو افغانانو ته د ویزې ترلاسه کیدو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

مجیب الرحمن وویل:«یو نیم کال کیږي چې د پاکستان د ویزو لپاره انلاین ډول په دوه زره افغانۍ اپلای کوم، خو تر اوسه راته ویزه نه ده راغلې او هر ځلي رد کیږي، بغیر له ویزو تګ نه کیږي پاکستان ته او خلاصی مو هم نشته ځکه په کوزې پښتونخوا کې مو خپلوان او د کورنۍ غړي دي، غوښتنه کوو چې ویزو ورکړه دې اسانه شي او دا چاره دې ګړندۍ شي.»

نوموړی ټینګار کوي او وایي، پاکستان دې ورتلونکو افغانانو لپاره د ویزو شرایط پای ته ورسوي او یا دې په دې برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د لغمان اوسیدونکی عبدالستار وایي، د پاکستان ویزې اوس مهال په ګرانه بیه پرېوځي او عاجله ویزه تر١٥٠٠ ډالرو او د ناروغ لپاره پر درې میاشتنۍ ویزې٨٠٠ ډالر لګښت راځي.

د هغه په خبره سیاحتي شرکتونه له خلکو د پاکستان د ویزو لپاره ډېرې پیسې اخلي او دې چارې د «ډیورنډ فرضي کرښې» دواړو خواوو خلک د تګ راتګ او خپلوۍ په پاللو کې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

نوموړی زیاتوي اوس مهال د پاکستان ویزه اخیستل ډير وخت اخلي او د زیاترو کسانو د ویزې غوښتنه ردیږي چې دغه کار د دې لامل شوی څو یو شمیر سیاحتي شرکتونه د کمېشنکارانو له لارې ویزې ترلاسه کړي.

عبدالستار زیاته کړه:«کله چې سیاحتي شرکت کې د ویزې لپاره اپلای وکړو نو راته وایي، چې تاسې په تمه شئ تر هغې چې ځواب مو راشي، خو د ویزې د تایید او رد ځواب یوه نیمه او دوه میاشتې وخت نیسي نو په دې تمه اوونۍ او میاشتې تیرې شي نو اخر یې نتیجه د ویزې رد وي او که په عاجله توګه د پاکستان ویزه اخلې نو ١٥٠٠ ډالر لګښت پرې راځې نو څوک وس نه لري چې په ډالرو ویزې واخلي خلک له همدې کبله له ستونزو سره مخ دي.»

جلال اباد ښار کې یو شمیر سیاحتي شرکتونه وایي، د پاکستان انلاین ویزې په اسنانه نه ورکول کېږي او کله چې د عام خلکو ډیر ضرورت وي، نو دوی یې د دغه هیواد په سفارت کې د کمیشن کار په مرسته خلکو ته په لوړه بیه اخلي. انځور: استول شوی

بلخوا ځينې سیاحتي شرکتونه هم د پاکستان د ویزې د اخیستو پر ټکني بهیر د نیوکې ترڅنګ وايي، دغه ویزې په تور بازار کې پر لوړه بیه پلورل کېږي او دوی مجبور دي د خپلو مشتریانو لپاره یې په ګرانه بیه راونیسي.

جلال اباد ښار کې د ساحل په نوم د انلاین خدمتونو یو مسوول حضرت الله وایي، د طالبانو د حکومت په راتګ سره پاکستان ته د تلوونکو افغانانو شمیر زیات او د ویزو بیې ورسره لوړې شوي دي.

د نوموړي په وینا دا مهال عادی ویزې تر دوه نیمو میاشتو پورې په ٢٠٠ ډالر، خو بیړنۍ تر د څلورویشت ساعتونو په موده کې تر ١٨٠٠ امریکایي ډالرو پورې اخیستلای شي.

حضرت الله زیاتوي: «د پاکستان ویزې اوس مهال بیخي ګرانې شوي او هر سړی یې د اخیستو توان نه لري، مونږ هم د پاکستان سفارت کې د یو کمېشنکار په مرسته عاجلې ویزې په ١٨٠٠ ډالره ٢٤ ساعتونو کې او درې ورځو کې بیا په ٩٠٠ یا ١٠٠٠ ډالرو ویزې راویستلی شو، مخکې د ویزو برخه کې دا ستونزه نه وه، دا ستونزې هغه وخت پېل شوې چې ویزې انلاین شوې نو اوس چې د یو چا ضرورت وي مجبوره دی چې په هر څو وي ویزه واخلي.»

مونږ هڅه وکړه په دې اړه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت او دغه راز په کابل کې د پاکستان سفارت نظر هم ولرو، خو هڅو سره سره یې د نظر پر اخیستلو بریالي نشوو.

له دې څه موده وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې پاکستان ته په تګ راتګ کې د اسانتیاوو لپاره ګډه کمېټه جوړیږي چې ورسره به پاکستان ته د ورتګ په برخه کې شته ستونزې تر یوې  کچې حل شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه