ريچارډ بينټ پر هزاره ګانو او شيعه ګانو د بريدونو د مخنيوي غوښتونکی شو

SM

اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي ريچارډ بينټ په هرات کې پر شيعه لمونځ کوونکو بريد ته په غبرګون کې غوښتنه کړې چې پر هزاره ګانو او شيعه ګانو د بريدونو مخه دې ونيول شي.

ښاغلي بينټ نن (سې‌شنبه، ۱۱ د غوايي) پر ايکس د يوه پوسټ په خپرولو سره دا بريد غندلی دی.

د افغانستان لپاره د بشري حقونو ځانګړي راپورچي ويلي چې د دې هيواد ټول وګړي بايد وکولای شي چې په ارامۍ سره عبادت وکړي.

ده زياته کړې: «زه د هزاره ګانو او شيعه ګانو لپاره د خونديتوب او عدالت غوښتونکی يم چې په پر له پسې توګه په نښه کېږي، د هرات په شمول.»

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي د دې بريد د قربانيانو له کورنيو سره خواخوږي ښوولې.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصير احمد فايق هم دا بريد غندلی دی.

ښاغلي فايق ويلي: «د افغانستان ‎پر شيعه ټولنو هدفي بريدونه او په مسجدونو کې دننه د ماشومانو او بې ګناه وګړو د وينو تويول د سختې غندنې وړ دي.»

ده زياته کړې: «په تأسف سره چې دا بريدونه له مخنيوي، تحقيقاتو او پوښتنې پرته دوام لري او دا په داسې حال کې چې طالبان په افغانستان کې د امنيت د تأمينېدو دعوه کوي.»

تېر ماښام (دوشنبه، ۱۰ د غوايي) نامعلومو وسلوالو د هرات ولايت د ګذرې ولسوالۍ په «محمدیه» ښارګوټي کې د امام زمان مسجد پر شيعه لمونځ کوونکو بريد وکړ.

ځايي سرچينو اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل چې په دې بريد کې د يوه ماشوم او د مسجد د ملا په ګډون شپږ تنه ووژل شول.

د طالبانو کورنيو چارو وزارت هم دا بريد تاييد کړ او ويې ويل چې په دې بريد کې شپږ تنه ووژل شول او يو تن ژوبل شو.

تر اوسه هيڅ ډلې او فرد د دې بريد مسوليت نه دی منلی، خو تر دې وړاندې په افغانستان کې پر شيعه ګانو د بريدونو مسوليت داعش ډلې منلی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه